خارجه پاليسي د وفاق اختيار دے، د خيبر پښتونخوا وزيراعلیٰ په غصه كښې بيان وركړے خو افغان قونصل جنرل سره د خبرو په مهال ئې د ترهګرۍ ذكر نه دے كړے: سينيټر عرفان صديقي

image

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) په سينيټ كښې د پاکستان مسلم ليګ (ن) پارلماني لارښود سينيټر عرفان صديقي د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ لخوا افغان قونصل جنرل سره د وفاقي حكومت او خارجه وزارت سره د مشاورت نه غېر په طلب كولو د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي دي په بله ورځ په غصه كښې ده افغان قونصل جنرل سره رابطه كړې او ده ته ئې د ملاقات بلنه وركړې چې مونږ په افغان چارو خبرې كول غواړو خو د دې خبرې هډو ذكر نشته چې پكښې د ترهګرۍ په ضد احتجاج شوے دے۔ د جمعې په ورځ بيرسټر عقيل ملك سره د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې سېنېټر عرفان صديقي ووئيل چې مونږ ته معلومه نه ده خو په رسمي توګه جاري كړې شوې خبر پاڼه كښې هم د دې خبرې هېڅ ذكر نشته چې د افغانستان دننه چې كومه ترهګري كېږي چې پكښې زمونږ وسله وال ځواكونه٬ پوليس او عام وګړي شهيدان كېږي د دې په اړه كوم احتجاجي اقدام شوې وي۔ ده ووئيل د دې خبرې هم ذكر نشته چې ده ولې ضروري وګڼل چې د تقرير نه سمدستي وروسته يۍ فارن آفس او حكومت په اعتماد كښې د اخستو نه غېر په خارجه چارو خبرو لپاره افغان قونصل جنرل طلب كړو۔ ده ووئيل دا داسې معامله ده چې د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل په نظر راغلے او دې ګوند يو نوې روايت جوړ كړ۔ ده مثال وړاندې كولو سره ووئيل چې په 66 كښې هم مجيب رحمان خپلو شپږو نكاتو كښې درې څيزونه فيډرل ګورنمنټ سره پرېښي ٶ چې پكښې كرنسي٬ خارجه چارې او دفاع شامل وه خو اوس يو نوې روايت جوړېږي چې هره صوبه خپله خارجه پاليسي خپله جوړوي٬ دغسې كه هره صوبه خپله خارجه پاليسي جوړوي نو خېبرپښتونخوا به افغانستان سره، پنجاب به هند او بلوچستان به ايران سره معاملې ترسره كوي۔ ده يادګيرنه وكړه چې دا يو خوفناك روايت دے او دا ډول روايت سره پاكستان سنګين نتيجو سره مخ كېدې شي۔ سينيټر عرفان صديقي وووئيل زه به دا معامله د سېنېټ په اېجنډا كښې شاملوم٬ بحث به پرې كوٶ او محاسبه به كوٶ چې دا د آئين او دستور خلاف ورزي ده۔ عرفان صديقي ووئيل مونږ به د پارلمان دننه هم٬ په حكومتي كچه هم او د خارجه دفتر په كچه هم د دې مخالفت كوٶ او افغان حكومت له به هم د دې ځواب وركول وي

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado