د قطر امير سمندري جهاز الخور مشق اسد البحر كښې ګډون لپاره كراچۍ ته راتګ

image

كراچي 23 ستمبر (اے پي پي)د قطر اميري د بحريه جهاز الخور د كراچۍ دوره وكړه٬د پاك بحريه افسرانو او ځوانانو د قطر جهاز تود هركلے وكړو۔د پاك بحريه لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د دورې په مهال د قطر بحري جهاز كمانډنګ افسر د قائد په مزار حاضري وكړه۔ده د پاكستان فليټ كمانډر وائس اېډمرل فيصل عباسي سره هم ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د قطري بحري جهاز كمانډنګ افسر په منطقه كښې د امن او سلامتيا وده كښې د پاك بحريه هڅې وستائېلې۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې او په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔قطري جهاز به د خپلې دورې په مهال مشق اسد البحر او شريكه تربيه او تبادله كښې برخه اخلي۔د قطري جهاز دا مهمه دوره نه يوازې پاكستان او قطر ترمينځه قوي سفارتي اړيكې رامخې ته كوي بلكې دفاعي او شريكو اړيكو ته د لا ودې وركولو موقع وركوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں