وزيراعظم شهباز شريف سره د چين روئيي ګروپ پلاوي وليدل٬په سندھ او پنجاب كښې د نړيوال معيار ټېكسټائل پاركس په جوړولو بريفنګ

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چين په هر سخت وخت كښې پاكستان سره ولاړ وي٬ د چين او پاكستان ترمېنځه معاشي اړيكې هره ورځ لا مضبوطېږي٬ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا خبره ده د چيئرمېن چيو يافو په مشرۍ كښې د روئيي ګروپ 9 كسيزه پلاوي سره كړې چا چې د جمعې په ورځ دوي سره ملاقات وكړو٬ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د تجارت وزير جام کمال خان، د صنعت او پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن، د سرمايه كارۍ او نجكارۍ وفاقي وزير عبد العليم خان ، د توان وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔ په ملاقات كښې د پاکستان او روئيي ګروپ ترمېنځه چارې مخ په وړاندې بوتللو پحقله په اسلام آباد او بيجنګ كښې وركنګ ګروپس جوړولو هم پرېكړه وشوه٬ د وزيراعظم د چين اوسنۍ دورې نه وروستو په پاکستان كښې د چين سرمايه کارۍ پحقله مهم پېشرفت شوے او د چين روئيي ګروپ به پاکستان كښې د نړيوال معيار ټيکسټائل پارکس جوړوي۔ وزيراعظم په دې موقع ووئيل چين د پاکستان يو داسې ملګرې دے كوم چې په هره سخته كښې پاكستان سره ولاړ وي٬ د چين او پاكستان ترمېنځه معاشي اړيكې هره ورځ لا مضبوطېږي۔ وزيراعظم د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل روئيي ګروپ چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ له مخې د ساهيوال کول پاور پلانټ وړومبنے سرمايه کار ٶ۔ وزيراعظم د روئيي ګروپ د پاکستان په ټيکسټائل څانګه كښې د سرمايه کارۍ پحقله د خوښۍ ستائنه وكړه۔ د روئيي ګروپ چيئرمېن چيو يافو ووئيل مونږ دلته د سرمايه كار په حېث نه بلكې د پاكستان دوست په حېثيت سره راغلې يو۔ ده د پنجاب وزيراعليٰ په دور كښې د تيز رفتاره پرمختيائي كارونو پحقله د پنجاب او د شهباز سپيډ ذکر وكړو او دا هيله يې څرګنده كړه چې دا ځل به هم د پرمختيائي منصوبو په بشپړتيا كښې هم ھغه رفتار رامخې ته شي ۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال ووئيل شول روئيي ګروپ به په سندھ او پنجاب كښې د نړيوال معيار ټيکسټائل پارکس جوړوي چې پكښې به د چين سلو ته نزدې د ټيکسټائل لويو صنعتونو سرمايه كارو ته بلنه وركولې شي٬ د دې ټيکسټائل پارکس محور به د پاکستان ټيکسټائل برآمدات زياتول او پاكستان د نړۍ د ټيکسټائل او ګارمنټس حب جوړول دي٬ دې ټيکسټائل پارکس كښې به د لمر توان استعمالېږي او دا به د زيرو كاربن او په اتومېتك جديد ټيکنالوجي كار كوي٬ دې پارکس څخه په وړومبي پړاٶ كښې دوه اربه امريكائي ډالر او په دوېم پړاٶ كښې 5 ارب ډالر برامدات راتللے شي او دې پاركس څخه به په ځائي كچه د درېو نه تر پنځو لكه كسانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي۔ د دې ټيکسټائل پارکس د بنياد تيګه به د سږ كال په پائي كښې اېښودلې شي او په دريو كالو كښې به ترسره كېږي٬ روئيي ګروپ به په كراچۍ او لاهور كښې يو يو هول سيل کموډټي مر کز هم جوړوي۔ په دې موقع وزيراعظم د نائب وزيراعظم او وزير خارجه اسحاق ډار په مشرۍ كښې د خاص كمېټۍ جوړولو امر وكړو چې پكښې به وفاقي وزيران جام كمال٬ عبدالعليم خان٬ وزير رانا تنوير حسېن، خارجه سيکرټري، د خاص سرمايه کاري سهولت کونسل نمائنده او ظفر الدين محمود شامل وي۔ وزيراعظم سره د پلاوي د ملاقات نه وروستو د سرمايه کاري بورډ او روئيي شيډونګ ګروپ ترمېنځه په پاکستان كښې د جديد ټيکسټائل پارکس جوړولو پحقله د مفاهمت په ياددښت د لاسليك دستوره وشوه چې پكښې وزيراعظم هم ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں