د شنګھائي مرستي تنظيم په اسلام آباد كښې غونډه د حکومت لويه كاميابي ده ۔انجينئر امير مقام

image

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د رياستي ٬ سرحدي او د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د شنګھائي مرستي تنظيم په اسلام آباد كښې كيدونكي غونډه د حکومت لويه كاميابي ده، دا کاميابي د وزيراعظم پاکستان محمد شهباز شريف او د هغه د کابينې د محنت او هڅو نتيجه ده۔د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې وفاقي وزير امير مقام ووئيل د شنګھائي مرستي تنظيم کنفرنس کول بے شكه د موجودہ حکومت د كوټلې کارکردګۍ او ښه سفارت کارۍ ښكاره ثبوت دے،د دې مطلب دا دے چې نړۍ په پاكستان د باور څرګندونه كوي۔ د دې کنفرنس کولو سره به پاکستان ته د ملګرو هېوادونو سره كلتوري ، تجارتي، تاريخي اړيكو ښه كولو له موقع ترلاسه شي۔ پاکستان ته به د شنګھائي مرستي تنظيم غړو هېوادونو سره د سيمه ايز استحکام په بيلو څانګو كښې د مرستي زياتولو موقع ترلاسه شي۔ده ووئيل دې سره به پاکستان كښې تجارت او کاروبار ته وده او د نړيوالي سرمايه كارۍ زياتولو رجحان راپيدا شي۔ده ووئيل شنګھائي مرستي تنظيم کنفرنس به سيمه كښې معاشي ،اقتصادي او امنيتي صورتحال په اړه تفصيلي جاج اخلي او په دې كښې د ګډون كوونكو هېوادونو به نه يواځي په پاکستان باور زيات شي بلكه تجارت او نورو څانګو كښې به مرستي ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل شنګھائي مرستي تنظيم په دې حالاتو كښې كول د وزيراعظم پاکستان د سياسي او سفارتي سنجيدګۍ څرګندونه ده،هېواد په سفارتي كچه د پېښې تنهائي څخه د وېستلو کريډټ هم پاکستان مسلم ليګ (نواز) ته ترلاسه دے۔وفاقي وزير امير مقام ووئيل ټول ګونديز کنفرنس كول د پاکستان او وزيراعظم پاکستان لويه کاميابي ده چې پكښې د اسرائيل د ظلم او بربريت او د بشري حقونو خلاف ورزو ختمولو لپاره متفقه پريكړه شوې ده۔

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável