کراچۍ 13 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د اېن اے 171 په ضمي ټاكنو كښې په كاميابۍ مخدوم طاهر رشید الدین له مباركي وركړې ده۔ د بلاٶل هاؤس ميډيا سېل لخوا د جاري بيان له مخې په ضمني ټاكنو كښې د ګوند په كاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ده د رحيم يار خان د اولس مننه كولو سره ووئيل چې دا د ځائي اولس د پيپلز پارټۍ په قيادت د باور څرګندونه ده۔ ده په دې موقع د پيپلز ګوند کارکنانو، ځائي مشرانو او د پلويانو هم مننه وكړه د چا په ستړو چې دا كاميابي ممكن شوې ده۔د چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د اولس ضرورتونه ترسره كولو٬ بهتره حكمراني باوري كولو او د جمهوري اولس په پالنه زور رواړولو سره د دې خبرې پخلې وكړو چې پاکستان پيپلز پارټي به يو خوشحال او متحد پاکستان لپاره هڅې جاري ساتي چرته چې هر وګړي ته انصاف٬ موقعې او عزت ترلاسه شي