اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي خپل علمونه د نبي پاك ۖ سيرت له مخې سمولو ته مونږ له پام لرنه پكار ده٬ مونږ دا عقيده لرو چې حضرت محمدۖ خاتم النبيين دے٬ زمونږ عمل تر خبرو محدود دے٬ د عمل په دنيا كښې مونږ تر ټولو وروستو يو٬ اسلام انسان ته د كائنات په رموز د فكر كولو امر كړے، زمونږ ځوانانو ته د سوشل ميډيا څخه لويې خطر پیښ دے۔ دا خبرې ده د جمعې په ورځ سيرت کنفرنس كښې د خاص مېلمه په توګه د ګډون په مهال كړې۔ احسن اقبال ووئيل زه د لوي څښتن شكر كوم چې ما ته ئې د نبيۖ په حواله دې دستوره كښې د ګډون شرف راوبخښلو٬ د خدائے او د مخلوق ترمېنځه يو قدر هم مشترك نشي كېدے ٬ لوي څښتن خالق او مونږ مخلوق يو٬ مونږ دا عقيده لرو چې حضرت محمدۖ خاتم النبيين دے٬ د انسانيت د فلاح پېغام مشن د رسول محمد عربيۖ د امت پغاړه دے٬ ده ووئيل نن په نړۍ كښې د دوه اربه مسلمانانو باوجود په غزه٬ فلسطين او لبنان كښې په مسلمانانو لوبې كېږي ٬ د دوي وينه بهيولې كېږي۔ ده ووئيل مونږ له دا سوچ كول پكار دے چې نن د محمدۖ امت دومره بې وسه ولې دے۔ده ووئيل خپل علمونه د نبي پاك ۖ سيرت له مخې سمولو ته مونږ له وړومبۍ پام لرنه پكار ده او هم دا زمونږ د خلاصي او د بريا لاره ده۔