اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) هېواد كښې د پټروليم مصنوعات په خرڅ كښې د مالي كال په وړومبو دريو مياشتو كښې په كلن بنياد درې فيصده كمے راغلے۔ د او سي اے سي او د انډسټري شمېرو له مخې د مالي كال په وړومبو دريو مياشتو كښې 3.68 ملين ټن پټروليم مصنوعات خرڅېدل رېكارډ كړې شوي كوم چې د تېر مالي كال د وړومبو دريو مياشتو په مهال د 3.81 ملين ټن په مقابل كښې درې فيصده كم دي ٬ ستمبر كال 2024 كښې په هېواد كښې 1.27 ملين ټن پټروليم مصنوعات خرڅېدل رېكارډ شوي كوم چې د تېر مالي كال د ستمبر په مقابل كښې پنځه فيصده زيات دي ، په تېر مالي كال كښې په ستمبر مياشت كښې په هېواد كښې 1.22 ملين ټن پټروليم مصنوعات خرڅ شوي وٶ۔ د جاري شمېرو له مخې د مالي كال په وړومبو دريو مياشتو كښې 1.85 ملېن ټن پټرول٬ 1.42 ملېن ټن هائي سپيډ ډيزل او 0.21 ملين ټن فرنس آئل خرڅ شوي ٬ د تېر مالي كال په وړومبو دريو مياشتو كښې په هېواد كښې 1.85 ملين ټن پټرول٬ 1.44 مېلن ټن هائي سپيډ ډيزل او 0.35 ملين ټن فرنس آئل خرڅېدل رېكارډ شوي وو۔