ځوانان به پخپلو هلو ځلو ٬ جذبه او عزم پاكستان پرمختللے او سوكاله هيواد جوړ كړي: د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ

image

اسلام آباد۔5 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي ځوانان به پخپلو هلو ځلو ٬ جذبه او عزم سره پاكستان پرمختللے او سوكاله هيواد جوړ كړي٬ د هېواد د معيشت پياوړتيا له حكومت شپه او ورځ هڅې كوي٬ د فلسطين 200 زده كوؤنكو ته په پاكستانو ادارو كښې داخلې وركړې شوي ۔ د نهې په ورځ نېشنل یوتھ سمټ ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان بنياد د يو خوب تر مخه اېښودلے شوے٬ د علامه اقبال خوب قائداعظم رښتيا كړے ٬ د نيمې اوچې ځوانانو د آزادۍ په تحريك كښې د قائداعظم ترڅنګ به اودرېدو كاميابي ترلاسه كړې ۔ ځوانانو د قائداعظم پېغام د نيمې اوچې ګوټ ګوټ ته رسولے ؤ او په مسلمانانو كښې يۍ د پاكستان د اهميت په اړه بېداري راپېدا كولو له مرسته كړې ۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د صلاحيت لرونكو ځوانانو هېڅ كمے نشته كوم چې د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل ځوانان په هر يو فورم د پاكستان نمائندګي كوي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون په اړه زيات كار كولو ته ضرورت دے٬ د سېلاب او طوفانونو په شكل كښې د موسمياتي بدلونو منفي اغېزو د لاسه مونږ زيات زيان سره مخ شوې يوو۔ ده هيله ولرله چې د پاكستان ځوانان به د موسمياتي بدلون اغېزې كمولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل صنفي مساوات باوري كولو له به نورې هڅې هم كول وي دغسې چې انجونې هم د قام د رغونې په عمل كښې زيات فعاله كردار ترسره كړے شي۔ ده ووئيل حكومت په ډیجیټل فیلډ كښې د كار كوؤنكو پاكستانو ځوانانو مرستې له چمتؤ دے۔ ده ووئيل حکومت د هېواد معيشت پياوړې كولو له شپه او ورځ كار كوي۔ وفاقي وزير ووئيل په غزه د اسرائيلي بريد څخه وروستو پاكستان 200 فلسطينيانو زده كوؤنكو ته په پاكستانو ادارو كښې داخله وركړه۔ ده ووئيل اسرائيل د تش لاسه فلسطيني وګړو نسل كشي كوي او اسرائيلي پوځ په جنګي جرمونو كښې ككړ دے۔ ده غوښتنه وكړه چې ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي دې د فلسطيني اولس د روانې نسل كشۍ مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل پاكستان 1967ء څخه د وړاندې فلسطيني رياست بحالي غواړي۔ ده ووئيل ځوانان سوله ايزې نړۍ باوري كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ د اطلاعات وزير ووئيل د فلسطيني وګړو په نسل وژنه غلې پاتې كېدونكي په حقيقت كښې د اسرائيلي ځواكونو په جنګي جرمونو كښې شريك دي۔ ده ووئيل د غزہ او لويديزې غاړې ځوانانو ته دې د ګردې نړۍ د ځوانانو په څير يو ډول موقعې وركړې شي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی