اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د مدرسو زده كوؤنكي عصري علومو څخه خبرول او د دوئي تربيه زياتول يو ستر قامي خذمت دے٬ په دې كښې چې څومره هم زياته برخه واخستې شي كمه ده٬ دين سره مينه او عقيده ختم نبوت (ص) كښې رغبت ماته له خپل ارواښاد نيكه پخواني صدر جسټس (ر) رفيق تارړ څخه په ميراث كښې ترلاسه شوے دے كوم چې تر آخري وخت عقيده ختم نبوت سره پېوست پاتے شو٬ ځوانان د دې هېواد سرمايه دي ٬زمونږ مشن ځوانانو ته تعليم وركول دي او په دې لړ كښې چې څومره هم ګامونه پورته كولې شؤ هغه به پورته كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير عطاﺀ تارړ په جامعه دارالعلوم الاسلامیه لاهور كښې يو ورځني تربيتي نشست ته آن لائن خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د جامعه دارالعلوم الاسلامیه په دستوره كښې ګډون ما لپاره د خوشحالۍ سبب دے۔ ده ووئيل زما د نېكه دار العلوم اسلامي سره پخوانے تعلق پاے شوے ؤ۔ زما نيكه ارواښاد رفیق تارړ د خپل کېریئر پېل د 1953ء ختم نبوت تحریک څخه وكړو۔ ده ووئيل زما نيكه ټول ژوند د ختم نبوت عقيدې له خذمات ترسره كړل۔ مونږ ته دين سره مينه او ختم نبوت عقيدې سره رغبت په ميراث كښې ترلاسه شوې دې۔ ده ووئيل قاري احمد مياں تھانوي سره مونږ د لسيزو پخوانې تعلق لرؤ۔ هغه تل زمونږ لارښودنه كړې ده۔ ده ووئيل په دار العلوم كښې تربيتي نشست خوشبين دے۔ وفاقي وزير ووئيل د مدرسو زده كوؤنكي عصري علومو څخه خبرول او د دوئي تربيه زياتول يو ستر قومي خذمت دے په دې كښې چې څومره هم زياته برخه واخستې شي كمه ده۔ ده ووئيل دارالعلوم اسلاميه د خپلو مدرسو او جامعاتو په بېلو څانګو كښې ډګرۍ هم معارفي كړې په كومو چې دوئي د مباركۍ مستحق دي۔ ده ووئيل يو وخت د نړۍ سائنسدانان او دانشوران مسلمانان وو۔ ده ووئيل مونږ به خپلو طالبعلمانو ته بېلو څانګو كښې ډګرۍ وركوؤ او يو وخت به راشي چې دې ادارو څخه به سائنسدانان ٬ ډاكټران او انجينئران فارغ شي۔ وفاقي وزير ووئيل د زده كړو ترلاسه كول زيات ضروري دي٬ ده ووئيل د مدرسو او جامعاتو زده كوؤنكو ته ماډرن تعليم وركول لويے كار دے۔ ځوانان د دې هېواد سرمايه دي ٬زمونږ مشن ځوانانو ته تعليم وركول دي او په دې لړ كښې چې څومره هم ګامونه پورته كولې شؤ هغه به پورته كوؤ۔