نوي نسل له محفوظ سباؤن وركولو له به حکومت، ادارو او علماء کرامو له په ګډه كار كول وي۔چوهدري سالك حسېن

image

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن وئيلي دي ټول قام سپريم کورټ كښې د مبارك ثاني کيس تفصيلي پريكړې ته سترګي په لاره دے ،په ختم نبوت ايمان د هر مسلمان د ايمان بنيادي برخه ده، د دين اصل لارښود علماء کرام او مشائخ عظام دي نه هغه كسان كوم چې د رياست په ضد ټوپك راخلي، نوي نسل له محفوظ سباؤن وركولو له به حکومت، ادارو او علماء کرامو له په ګډه كار كول وي۔د ګل په ورځ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن د علماء کرامو سره ملاقات په مهال وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د مبارك ثاني کيس د تفصيلي پريكړې ټول قام ته انتظار دے، تفصيلي پريكړه به ډيره زر جاري كړې شي،په ختم نبوت ايمان د هر مسلمان د ايمان بنيادي برخه ده۔د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د علماء کرامو او نورو مذهبونو لارښودو سره مشاورت پيل شوے ۔مونږ چې كوم اور سره مخ كړې شوې يو،مونږ له به دې څخه وتلل وي۔ د علماء کرامو او نورو لارښودو په مرسته د دې اور څخه وتللې شو۔د دين اصل لارښود علماء کرام او مشائخ عظام دي نه هغه كسان كوم چې د رياست په ضد ټوپك راخلي۔ ده ووئېل نوي نسل له محفوظ سباؤن وركولو له به حکومت، ادارو او علماء کرامو له په ګډه كار كول وي۔وفاقي وزير سره ملاقات کوونكو كښې د جمعيت اهل حديث لارښود حافظ فاروق اعوان، د اسلامي نظرياتي کونسل غړے آغا افتخار نقوي ، د بين الاقوامي اسلامي يونيورسټي ډائريکټر جنرل پروفيسر ضيا الحق او مولانا عمران عطاري شامل وو

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری