اسلام آباد/ پېښور 22 ستمبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام شير آباد سيمه كښې په مالم جبه سړك د پوليس موبائل سره نزدې د چاؤدني غندنه وكړه۔د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير د پوليس اهلکارو په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔وفاقي وزير د ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه او د هغوي د زغم لپاره ئې دعا اوكړه۔ده په دې مهال د ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام شهيد پوليس اهلکار ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د امن بحالۍ لپاره د پوليس فورس قربانۍ هيرولې نشو۔ده ووئيل صوبائي حکومت دې وخت او وسائل ضائعه كولو په ځائې امن ته پام لرنه وكړي۔