په پلازمينه اسلام آباد كښې به د امن وضعې خرابولو اجازه ورنكړؤ ٬ داخله وزير محسن نقوي

image

اسلام آباد۔4اکتوبر(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي د شرخوښو عناصرو په ضد د سختې كارروايۍ هدايات جاري كولو سره وئيلي چې په پلازمينه اسلام آباد كښې به چاته د امن وضعې خرابولو اجازه ورنكړؤ۔ د امن وضعې په ځايې ساتلو او د وګړو د ځان او مال حفاظت لپاره به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ ده د امنيتي وضعې جاج اغستلو له د اسلام آباد فضائي دوره وكړه۔ داخله وزير د امنيتي انتظاماتو او مجموعي صورتحال جاج واغست۔ په دې موقعه داخله وزير په امنيتي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل د اسلام آباد انتظاميه او پوليس د هر ډول ممكنه صورتحال مخنيوي لپاره چمتؤ ده۔

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری