پاکستان او چين به په ګډه د اېم اېل ون، اېم-6 او اېم-9 په منصوبو كار كوي۔ د وفاقي وزير عبدالعليم خان د چين ټرانسپورټ وزير سره ملاقات

image

بيجنگ/اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات، نجکاري او سرمايه کاري بورډ وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي پاکستان او چين به په ګډه د اېم اېل ون، اېم-6 او اېم-9 په منصوبو كار كوي٬ پاکستان كښې به په قراقرم هائي وے او کاغان ناران څخه تر بابو سر ټاپ ټنل هم جوړولې شي۔ د مواصلات وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخئ وفاقي وزير په نړيوال كنفرنس كښې ګډون لپاره بيجنګ ته رسېدلے او د چين د ټرانسپورټ وزير لي ژياپينګ سره ئې ليدلي٬ دواړو ډلو د پاك چين شريكو اړيكو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړې۔ په دې موقع د پاکستان سفير خليل هاشمي او سينئر افسران هم موجود وٶ۔ دغسې پاك چين وزيران په څلورو لويو منصوبو په شريكه توګه كار كولو ته هم صلاح شول ٬ د دواړو وزيرانو ترمېنځه د سي پېك منصوبې د “مسنګ لنك” په تر سره كولو هم خبرې وكړې۔ د دې نه وړاندې چين ته په رسېدو د چين د ټرانسپورټ وزير لي ژياپينګ د وفاقي وزير عبدالعليم خان تود هركلے وكړو

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال