د غير ملکي سرمايه کارو سهولت لپاره مستحکم ميکرو اکنامک ماحول به په ځائ ساتلے شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف نوموړې پاکستاني امريکن بينکرز ته په هيواد كښې د سرمايه كارۍ بلنه

image

نيو يارك 27 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف نوموړې پاکستاني امريکن بينکرز ته د هېواد په انفراسټرکچر، توان، ټيکنالوجي او د زراعت په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره د غېر ملکي سرمايه کارو سهولت لپاره مستحکم ميکرو اکنامک ماحول په ځائ ساتلے لپاره د حكومت د عزم پخلے كړې۔ د وزيراعظم آفس پريس ونګ لخوا د جاري اعلاميه له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 79مې غونډې په موقع نوموړې پاکستاني امريکن بينکرز پلاوي ليدلي٬ په پلاوي كښې جے پي مورګن، نيټيزس کارپوريشنز اينډ انويسټمنټس، سوميټومو مټسوئي بينکنګ کارپوريشن، ګولډ مين سيچس سټيزنز بېنك، ليزارډ، آوډيکس ګروپ پشمول د نوموړې بېنکونو نمائندګان شامل وو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم پلاوي د معيشت په استحكام او پاكستان كښې غېر ملكي سرمايه كاري راغب كولو لپاره د حکومت لخوا د شوې اهمو اقداماتو نه خبر كړل چې پكښې د ټيکس بيس پراختيا، کاروبار كښې سهولت و وده او په سركاري ادارو كښې اصلاحات شامل دي۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې په معاشي اعشاريو كښې بهتري راغلے ده او د نړيوال رېنټنګ اېجنسو بشمول فچ او موډيز لخوا د پاکستان کريډټ ريټنګ كښې اضافه شوې ده٬ ده پلاوي ته د يو تل پاتي مالياتي فرېم ورك جوړولو په اړه هم ووئيل چې كوم چې به حكومت له په نړيوال ماركيټ كښې د ګرين سسټين ايبلټي بانډ په اجراء كښې مرستياله وګرځي۔ د وزيراعظم مننه كولو سره پلاوي د حكومت د پاليسو ستائنه وكړه كومې چې د پاكستان معاشي استحكام په ترلاسه كولو كښې اهم كردار لوبوي۔ پلاوي د برامداتو ودې كښئ مرستې لپاره د مينوفيکچرنګ سيکټر په خاص توګه د اېس اېم ايز پرمختګ لپاره حكومت سره په مرسته كښې د دلچسپۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د امريکې بېنكونو ته په پاکستان كښې په انفراسټرکچر، توان، ټيکنالوجي او د زراعت په اهمو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه او غېر ملکي سرمايه کارو سهولت لپاره مستحکم ميکرو اکنامک ماحول په ځائ ساتلے لپاره د حكومت د عزم باور هم وركړو

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں