اسلام آباد 01 اكتوبر(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي پاك چين ملګرتيا سيمه ايز استحكام لپاره زمونږ د شريك وژن عكاسي كوي، د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك احترام او په ورورولۍ اډانه كوټلي سفارتي اړيكي به لا قوي كولې شي۔د نهي په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ د اړخه د جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د چين د تاسيس ورځې په موقعه خپل پيغام كښې ووئيل د جمهوريه چين 75مې تاسيس ورځې په موقع د صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كيانګ پشمول د چين لارښودو او اولس له مباركي وركوم۔ده ووئيل د چيئرمېن ماؤزے تنګ قيادت د ستائنې وړ دے د چا په مرسته چې چين د سماجي و اقتصادي پرمختګ پلو راغب شوې او يو نړيوال اقتصادي طاقت جوړ شوې۔ پاك چين ملګرتيا سيمه ايز استحكام لپاره زمونږ د شريك وون عكاسي كوي۔ د چين پاكستان اكنامك كوريډور (سي پيك) په څير شريكي پروژې د سيمې پرمختګ لپاره مهمي دي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د سيمي پرمختګ لپاره د اقتصادي راهدارۍ منصوبه لوے اهميت لري، دا به د پاكستان په معيشت كښې د نمو سبب وګرځي۔ د پاكستان او چين خپلو كښې كوټلي سفارتي اړيكې كومي چې په شريك احترام او ورورولۍ اډانه دي ،ته به لا وده وركولې شي۔ د پاكستان او چين ترمينځه سفارتي او تجارتي اړيكي لوے اهميت لري۔د پاك چين ملګرتيا سره دواړو هېوادونو او په پراخا كچه سيمي لپاره په زړه پورې موقعې پېدا شوې دي۔