اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي مونږ د حکومت تر لاسه كولو سره تعليمي ايمرجنسي نافذ کړې دغسې چې د پاکستان کوم هم ماشوم د سكول څخه بهر پاتې نه شي،په هېواد كښې يو ډول تعليمي نظام رائج کولو په اړه قامي نصابي سربراهي کنفرنس كولو ته اړتيا ده ،اسلام آباد ، ګلګت بلتستان ، آزاد جموں و کشمير او د بلوچستان پسمانده سيمو كښې د دانش سکولز جوړولو په اړه به كار تندولې شي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي تعليم او فني تربيې وزارت د مهمو چارو جاج اخستلو غونډه وشوه۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل د اعليٰ معيار تعليمي نظام نه بغير کوم هم هېواد پرمختګ نه شي كولې ،معياري تعليم او فني تربيې وركولو ته حكومت پام لرنه كوي،جديد تعليمي نظام كښې سکلز ډويلپمنټ ، انفارمېشن ټيکنالوجي او ډيجيټائز ېشن ضروري شوے ، مونږ له هم خپل تعليمي نظام د جديد ډول له مخې روانولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل حکومت عزم لري چې د پاکستان كوم هم ماشوم د سكول څخه بهر نه وي،په دې اړه حكومت كښې د راتللو سره مو تعليمي ايمرجنسي نافذ کړې ،هېواد كښې يو ډول تعليمي نظام رائج کولو په اړه قومي نصابي سربراهي کنفرنس كولو ته اړتيا ده۔وزير اعظم اسلام آباد ، ګلګت بلتستان ، آزاد جموں و کشمير او د بلوچستان پسمانده سيمو كښې دانش سکولز جوړولو په اړه د كار تندولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم د اسلام آباد ټولو تعليمي ادارو كښې د ميرمنو استاذانو سهولت لپاره د ډے کيئر مرکزونه جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔وزيراعظم د اسلام آباد په پارکس او تفريحي ځايونو اي۔لائبريريز جوړولو سپارښتنه كولو سره ووئيل اي۔ لائبريريز كښې ته دې د اولس داخله فري كړې شي او هلته دې ويړيا انټرنيټ سهولت هم وركړې شي۔وزيراعظم د اسلام آباد کلي والو سيمو زده كوونكو له مياشتنيزه اعزازيه مقررولو په اړه د تګلارې ترتيبولو سپارښتنه هم وكړه دغسې چې په دغه سكولونو كښې د جينكو زدكوونكو انرولمنټ زيات شي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د اسلام آباد سکولونو كښې فني تربيه دې د نصاب برخه جوړه كړې شي،داسې زدكوونكي كوم چې په څه وجه تعليم پرېږدي هغوې له دې ويړيا فني تربيه وركړې شي او دې پلو راغب كولو په اړه دې د خبرتيا كمپائن وچلولې شي،استاذان د قام معماران دي، د استاذانو معياري تربيې په اړه دې اسلام آباد كښې د يو اعليٰ معيار ټيچرز ټريننګ اداره ضروري ده۔وزيراعظم د ټيچرز ټريننګ او استاذانو صلاحيت معلومولو له د تھرډ پارټي آډټ کولو سپارښتنه هم وكړه ۔ ده ووئيل د استاذانو بھرتۍ كښې د شفافيت او ميرټ دې خاص خيال وساتلے شي،په دې اړه به بے غوري ونه زغملې شي ۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې 2017 كښې د اسلام آباد زدكوونكو ټرانسپورټ لپاره وركړې شوي بسونه زياتي مودي راهسې په خراب حالت كښې ولي ولاړ دي؟ پلټني دې وكړې شي۔وزيراعظم ته د تعليم وفاقي وزارت د اړخه د پورته كړو ګامونو په اړه بريفنګ كښې ووئيل شول د وزيراعظم په پارښتنه د اسلام آباد سکولونو كښې ماشومانو له د غرمي ډوډۍ وركول پيل شوي،دې اقدام سره انرولمنټ كښې ښه والے راغلے،اسلام آباد کيپټل ټيريټري كښې 100 ارلي چائلډ هوډ ايجوکيشن سينټرز جوړ شوي۔بريفنګ كښې ووئيل شول د اسلام آباد 5 ماډل کالجونو كښې سافټ ويئر ټيکنالوجي پارکس جوړوو،د اسلام آباد سکولونو له وركړې شوي 45 بسونه كوم چې په خراب حالت كښې وؤ د هغي د مرمت نه پس كلي والو سيمو څخه د اسلام آباد سکولونو او کالجونو ته د زده كوونكو راوړلو له ويړيا ټرانسپورټ وركړې كېږي كومو څخه چې 8 زره انجونې استفاده كوي، دغه بسونو ته د پنك بسونو نامه وركړې شوې ،دغسې اسلام آباد سکولونو كښې سمارټ کلاس رومز جوړولې شي چې پكښې به سمارټ بورډز او ډيجيټل سکرينز وي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز په مرسته زدكوونكو له د چين ، کوريا ، عربۍ ، جاپان او المان ژبو ښودلو لپاره کورسز پيل كولې شي، د اسلام آباد، شګر، ګلګت او بھمبر دانش سکولونه بشپړيدونكې دي۔بريفنګ كښې ووئيل شول بلوچستان كښې د دانش سکول جوړولو په اړه پلاننګ کمېشن ضروري اجازه وركړې،پاکستان ايجوکيشن فنډ به جوړولې شي كوم څخه به چې اسلام آباد ، ګلګت بلتستان ، آزاد جموں و کشمير ، د بلوچستان پسمانده ضلعو او پخواني فاټا ضلعو زدكوونكي مستفيد كېږي۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال ، خالد مقبول صديقي ، د وزيراعظم کوآرډينيټري رومينه خورشيد عالم ، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل او اړوندو اعليٰ سرکاري افسرانو ګډون وكړو