وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپلې وېنا كښې د حكومت په معاشي اقدامات رڼا واچوله

image

نیویارك 27 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپلې وېنا كښې د خپل حكومت په معاشي اقدامات رڼا اچولې چې په نتيجه كښې يي معاشي صورتحال كښې بهتري راغلې ۔ د جمعې په ورځ خپلې وېنا كښې ده ووئيل سږ كال په مارچ كښې د خپلې چوكۍ سنبهالولو نه وروستو د خپل هېواد د 24 كروړه اولس خېرښګرې او خوشحالۍ ته زما پام لرنه ٶه۔ ده ووئيل مونږ سختې خو ضروري پرېكړې كړې كومو چې زمونږ معيشت د ديواليه كېدو نه ساتلے٬ مونږ مېكرو اكنامك استحكام بحال كړے٬ په مالياتي زيان مو قابو موندلے٬ خپلو پانګو ته مو وده وركرې چې په نتيجه كښې يي ګراني سنګل ډېجټ ته راغلې ده۔

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں