وزيراعظم په كراچۍ كښې رامخې ته شوې دړديدلې پيښه وغندله٬ د چين مشرتابه٬ اولس او د مړو كسانو كورنيو سره غمرازۍ

image

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف كراچۍ كښې تېره شپه رامخې ته شوې دړدېدلې پېښه په سختو ټكو كښې غندلې ده په ه كومه كښې چې د چين دوه وګړي مړه او يو ژوبل شوے دے۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل تېره شپه په كراچۍ كښې په رامخې ته شوې ناوړه پېښه راته سخت خفګان رسېدلے دے٬مونږ د پېښې په سختو ټكو غندنه كوٶ او د چين مشرتابه ٬ اولس او د مړو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوؤ۔ ده د چين ژوبل شويو وګړو زر روغتيا لپاره هم د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په دې پېښه كښې ككړ شرخوښي پاكستانيان نه شي كېدې ھغوي د پاكستان دښمنان دي٬ په پېښه كښې د ككړ كسانو رامخې ته كولو لپاره تحقيقات جاري دي دغسې چې دوي انصاف سره مخ كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان د خپلو چينائي ملګرو د تحفظ عزم لري او مونږ به د دوي سلامتيا او حفاظت څخه نه بې غوره كيږؤ۔

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب