د پاكستان او ملائيشيا بزنس كميونټۍ پروژو كښې به هره ممكنه مرسته كولې شي٬ وزيراعظم شهباز شريف ٬ معاشي پرمختګ او سرمايه كارۍ لپاره د پاليسو تسلسل ضرورې دے٬ وزيراعظم انور ابراهيم

image

اسلام آباد 03 اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې په وده د اطمينان څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې د دواړو هېوادونو بزنس كميونټۍ سره به په شريكو پروژو كښې هره ممكنه مرسته كولې شي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د معاشي مرستې څخه بشپړه ګټه پورته كول دي۔ د ملائېشيا وزيراعظم انور ابراهيم ووئيل د معاشي پرمختګ او سرمايه كارۍ لپاره د پالېسو تسلسل ضرورې دے٬مونږ دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كارۍ او برآمدات ته د ودې وركولو عزم لرؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوئي د زيارت په ورځ د ملائېشيا-پاكستان اعلٰی كچ بزنس ډائيلاګ دستورې ته د وينا كولو په مهال وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د ملائېشيا وزيراعظم انور ابراهيم سره د ملاقات په مهال مونږ د دواړو هېوادونو ترمينځه په ځينو مهمو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم بېلو څانګو كښې په مرسته خبرې اترې مثبت ګرځولې دي او په دې يۍ د اطمينان او خوشحالۍ څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې د ملائېشيا وزيراعظم ته مو پاكستان سوداګرو او د ملائېشيا سوداګرو ته شريكو پروژو لپاره د هر ممكنه مرستې باور وركړے دے۔ ده ووئيل چې دواړه هېوادونه د حلالې غوښې٬آئي ټي٬اي وي او سيمي كنډكټر پشمول د نورو شريكو ګټو په څانګو كښې مرستې ته وده وركولې شي٬اوس دا په مونږ ده چې مونږ دې موقعې څخه څنګه ګټه پورته كولې شؤ۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو پراخا موقعې موجود دي٬ مونږ د اعلٰی معيار مصنوعات تبادله كولې شؤ٬ ملائېشيا ته به اعلٰی ډول حلاله غوښه ډېر زر وركړؤ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه په مرسته كښې د هنرمند كسانو لپاره پراخا موقعې ترلاسه دي۔ ده ووئيل چې د ملائېشيا وزيراعظم په بلنه به د ملائېشيا دوره كوم چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې نوې لارې پرانستلې شي او په دوه اړخيزه لوظنامو عملدرآمد كښې به تندوالې راوستلې شي۔ ده ووئيل چې پاكستان او ملائېشيا د نړۍ نورو هېوادونو لپاره رول ماډل دي۔په دې موقع دستورې ته د خطاب كولو په مهال د ملائېشيا وزيراعظم انور ابراهيم ووئيل چې د دې بزنس ډائيلاګ په كولو د وزيراعظم محمد شهباز شريف او بزنس مشرانو مننه كوم٬د پاكستان او ملائېشيا پلاويو ترمينځه د ملاقات په مهال مرستې ته په وده وركولو ٬ بېلو موقعو او پروژو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پاكستان كښې نسټ كښې ډېر ښه ريسرچ كولے شي٬مونږ به د پاكستان په سائنس او ريسرچ څانګه كښې تجربو څخه استفاده كوؤ٬ ده ووئيل چې معاشي پرمختګ او سرمايه كارۍ لپاره د پالېسو تسلسل ضرورې دې او وزيراعظم شهباز شريف دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كارۍ او برآمدات ته د ودې وركولو عزم لري ٬مونږ غوښه او وريژې پاكستان څخه درآمد كولې شؤ۔ ده ووئيل اقتصادي مرستې زياتولو لپاره د بزنس كميونټي ترمينځه تړون زيات مهم دے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی