اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو غونډې لپاره پاکستان غوره انتظامات کړي٬ د هېواد دښمنه عناصرو ادعا وه چې پاكستان په نړيواله كچه تنهائۍ سره مخ شوے خو نړۍ دا مشاهده كولې شي چې د لويو هېوادونو مشرانو د پاكستان دوره كړې ده٬ د هر يو هېواد د اولس او په زړه پورې تشخص ښه كولو كښې كلتور مهم كردار لري، نړۍ له مو باور وركړے چې پاكستان بلها صلاحيت لري، د پاکستان په نړيواله كچه د اړيكو پحقله د اېس سي او كنفرنس د سنګ ميل حېثيت لري۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو د 23مې غونډې په موقع ميډيا سره په خبرو كښې وكړه ۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان د اېس سي او مشرانو غونډې لپاره غوره انتظامات كړي، ټولو نړيوالو مشرانو او استازو د دې انتظامات ستائنه كړې، هيله لرو چې نړيوال مشران او استازي به د پاكستان په زړه پورې تاثرات ځان سره يوسي۔ وفاقي وزير ووئيل د وفاقي پلازمينه اسلام آباد شمېره د نړۍ په ښائسته ښاريو كښې كېږي٬ دلته د مارګله غرونه او راول جھيل د اسلام آباد ښائسته د سېل سپاټې ځايونه دي٬ په اسلام آباد كښې کلين اينډ ګرين ماحول د ذكر وړ دے، ايئر کوالټي انډيکس هم بهتر دے، د اېس سي او د مشرانو غونډې ګډون كوونكو د ښو تاثراتو څرګندونه كړې۔ ده ووئيل د پاکستان په نړيواله كچه د اړيكو په اړه د اېس سي او كنفرنس د سنګ ميل حېثيت لري۔ ده ووئيل 27 كاله پس يو لويې ايونټ په پاكستان كښې كېږي كوم چې زمونږ لپاره د درناوي خبره ده۔ ده ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم پېل د شنګھائي فائيو په نامه سره شوے ؤ ٬ نن دا لس مستقل غړي او دوه مبصر هېوادونه لري۔ ده ووئيل د ټولو مېلمنو هركلے شوے ٬ د دوي په درناوي كښې د وزيراعظم لخوا د ماسخوتن مېلمستيا وركړې شوې او د مېلمنو لپاره يو كلتوري دستوره هم شوې د كومې چې ډېره ستائنه شوې۔ وفاقي وزير ووئيل په پاك چائنه فرينډ شپ سينټر كښې د اېس سي او مشرانو كنفرنس كورېج كوٶنكو ځائي او غېر ملكي خبريالانو لپاره ميديا فيسلي ټيشن سينټر هم جوړ كړے شوے٬ هڅه ده چې په دې سنټر كښې جديد ترين سهولتونه وركړې شي۔ ده ووئيل د بېلا بېلو هېوادونو نه راغلي خبريالان دلته موجود دي٬ دوي ته په دې سنټر كښې ټول سهولتونه وركړې شوي، ھغوي خِپله وظيفائي فريضه ترسره كوي او خپل واړوندو هېوادونو ته د كنفرنس كورېج رسوي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف نن د اېس سي او مشرانو كنفرنس كښې د سيمه ايزې سلامتيا او د موسمياتي بدلون پشمول امن او سلامتيا او د افغانستان پحقله خبره كړې۔ ده ووئيل په دې ډول فورمز كښې د منطقې د اجتماعي مسئلو پشمول سرمايه کارۍ و تجارت، معيشت، امن، امنيت او د كلتور په چارو بحث كېږي۔ ده ووئيل مېنځني ختيز ٬ چين، منګوليا او د روسيه پشمول نورو هېوادونو سره زمونږ كلتوري اقدار مشترك دي، د اېس سي او مشرانو كنفرنس په موقع د ګردې منطقې په كلتور رڼا اچولې شوې٬د كلتوري تبادلو د مخ په وړاندې بوتللو په ضرورت زور راٶړلو سره وفاقي وزير ووئيل د هر يو هېواد د اولس او په زړه پورې تشخص ښه كولو كښې كلتور مهم كردار لري۔ ده ووئيل نړۍ له مو باور وركړے چې پاكستان بلها صلاحيت لري٬ نن پاكستان د اېس سي او د غونډې مشري كوي ٬ د اېس سي او صدارت پاکستان لپاره د يو اعزاز نه كم نه دے۔ ده ووئيل د ټولو ګرانو مېلمنو مننه كوٶ٬ په دې ګڼ اړخيزه فورم كښې به په اجتماعي مسئلو بحث كېږي٬ مخ په وړاندې تګ لپاره به خبرې كېږي، دې سره سره د اېس سي او مشرانو كنفرنس په سائيډ لائن دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كېږي٬ وزيراعظم د قزاخستان، تاجکستان، ترکمانستان وزيراعظمانو او د نورو حكومتي مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كړي٬ دغه ملاقاتونه د سرمايه كارۍ او تجارت پحقله ډېر مهم وٶ۔ ده ووئيل شريكه مرسته، انډسټري او د توان پشمول په نورو څانګو كښې مهمې خبرې شوي۔ ده ووئيل وفاقي وزيرانو او فوکل پرسنز بېلا بېلو پلاويو سره د سرمايه كارۍ او تجارت په اړه چارې ترسره شوي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د هند خارجه وزير سره د دوه اړخيزه ملاقات كوم رسمي درخواست نه دې تر لاسه شوے خو د هندي پلاوي راتګ په نړيواله كچه يوه ښه اشاره ده۔ ده ووئيل د پاكستان وزيرانو په دې وروستيو كښې د دورې په مهال روسيه د پاكستان په زراعت٬ ګاز٬ تېل او د كان كنۍ څانګو كښې په سرمايه كارۍ له خوښي څرګنده كړې وه٬ روسيه سره زمونږ دوه اړخيزه اړيكې ورځ تر بله لا ښه كېږي۔