اسلام آباد۔8 اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې معيشت په سم لوري روان دے ٬ قام سره مو لوظ دے چې څوك به د كال 2014ﺀ تاريخ تكرارولو سره د هېواد معيشت ته زيان رسولو ته نه پرېږدؤ ٬ تحريك انصاف د پاكستان معيشت زيات زيانمن كړے دے٬ سازشی عناصر د هېواد معیشت ډی رېل كول غواړي ٬ د چين وزيراعظم په دوه اړخيزه دوره پاكستان ته راروان دے ٬ د سعودي عربستان پلاوې ډېر زر پاكستان ته رارسېدونكې دې چې ورسره د 2 اربه ډالرو د لوظنامې امكان دے زمونږ هڅو سره ټېكس نيټ پراخا ٬ ګراني كمه شوې ٬ د روزګار موقعې رامخې ته شوي او برآمدات كښې اضافه شوې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د وفاقي كابينې غونډه كښې د خبرو كولو په مهال وكړه۔ وزیراعظم ووئيل تېره ورځ په كراچۍ كښې د ترهګرو په بريدونو كښې 2 چينائي انجینئران مړه او بل ژوبل شو۔ بشام څخه وروستو دا دويمه د افسوس وړ پېښه وه۔ د بشام پېښې څخه وروستو د چين لخوا د چينائي وګړو تحفظ له د لا ګامونو پورته كولو استدعا وكړې شوه۔ د چين دورې په مهال چين ته په دې لړ كښې د كوټلې ګامونو پورته كولو باور وركړے شوے ؤ۔ ولې د بده مرغه تېره ورځ دا پېښه رامخې ته شوه په كومه چې پاكستانې اولس او حكومت چينائي اولس او حكومت سره د افسوس څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د چين سره مې په چينائي سفارتخانه كښې غمرازي وكړه۔ ده ووئيل د ټولو هڅو باوجود دا پېښه رامخې ته شوه په كومه چې افسوس دے۔ ده ووئيل د دې دا مطلب نه دے چې مونږ به معامله دلته پرېږدؤ ٬ زمونږ عزم د تېر وخت په مقابله كښې زيات لوړ دے۔ د امنيت لا فعاله كولو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ په دې اړه مو د چين سفار خبر كړے دے۔ وزیراعظم ووئيل چین ، سعودی عربستان او متحده عرب امارات د تېر وخت په څير يو وارې بيا په آئي اېم اېف پروګرام كښې زمونږ مرسته وكړه۔ وزیراعظم ووئيل يو اړخ ته دھرنې روانې دي او بل اړخه ته د ملائیشیا وزیراعظم انور ابراهیم د پاكستان كاميابه دوره وكړه۔ هغه سره مثبت خبرې وشوې۔ هغه سره د حلالې غوښې برآمد كولو په شمول په بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو خبرې وشوې۔ ده ووئيل د چين د وزيراعظم د ممكنه دورې او له اوږدې مودې وروستو په پاكستان كښې د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې په موقعه د چينائي وګړي هدف جوړول – د كوم ذمه واري چې بي اېل اے قبوله كړې – د افسوس وړ دي۔ ده ووئيل په وفاق د بريد كولو دړكې وركولې شي۔ دا ډول پېښې مونږ يو وارې بيا كال 2014 ته ستنولې شي۔ ده ووئيل په كال 2014 كښې په ډي چوك كښې درې مياشتې څخه د زياتې مودې دھرنا وشوه۔ دغه وخت د چين صدر د پاكستان دوره كوله ٬ تحريك انصاف دا ادراك نه لرلو چې ددغې دورې د منسوخ كولو د لاسه به پاكستاني معيشت څومره زيانمن شي۔ د پاكستاني حكومت د بشپړه هڅو باوجود دغه دھرنا موخر نه كړې شوه۔ دغه وخت د سي پېك شروعات وو د كوم لاندې چې د اربونو ډالرو سرمايه كاري كول وو۔ دې څخه زيات پاكستان ته د زيان رسولو كومه بله لاره نه وه۔ قام ته بايد د دې سازش علم وي چې څنګه د پاكستان بنيادونه كمزورې كولې شي۔ ده ووئيل 7 مياشتې وروستو په اپرېل 2015 كښې د چين صدر پاكستان ته راغلو۔ ده ووئيل دا مهال سټاك اېكسچېنج تر ټولو لوړې كچې ته رسېدلې دې۔ يو ډله د پاكستان پرمختګ او د بې وزله ښه كېدونكې حالت ليدلې نه شي۔ ده ووئيل په اوسني احتجاج كښې يو پوليس كانسټېبل شهيد شو۔ ده ووئيل چرته چې اړې ګړې وي ٬ دهرنې كولې شي نو دغلته به سرماي كاري څنګه كيږي۔ سرمايه كاري هغه ځايې كښې كيږي چرته چې حالات د معمول له مخې وي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعلی په مشرۍ كښې په وفاق د بريد كارروايۍ روانې دي۔ دوئي سره افغان وګړي او د پوليس اهلكار او سركاري ملازمين هم موجود وؤ د كومو لخوا چې ډزې وكړې شوې۔ وزیراعظم ووئيل دې څخه به زياته هېواد سره دښمني نوره څه وي۔ ده ووئيل د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د آئي اېم اېف سره زما مثبت خبرې وشوې۔ هغه د 7 مياشتو په مهال د اقتدار د اصلاحاتو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل زمونږ هڅو سره د فائلرز شمېره يو په دوه شوې ده ٬ دې لپاره شپه او ورځ كار وكړے شو۔ د خزانې وزير ٬ د خزانې سېكتر او د اېف بي آر چيئرمېن په خوارۍ سره ټېكس نېټ پراخا كيږي۔ د اېف بی آر ډیجیټائزېشن روان دے۔ هغوي ته خفګان په دې دې چې د برېښنا صارفينو ته د 50 اربه روپو سبسډي وركړې شوه۔ د پنجاب حکومت لخوا 55 اربه روپۍ دوه مياشتو لپاره وركړې شوې۔ ده ووئيل د پټروليم مصنوعاتو په بيعو كښې پرله پسې كمې وكړې شو چې ورسره بې وزله وګړو ته ريليف ترلاسه شو۔ ده ووئيل د سعودي عربستان پلاوې پاكستان ته راروان دے۔ دوئي سره 2 اربه څخه د زياتو ډالرو لوظنامې كېدونكي دي۔ ده ووئيل قام سره مو لوظ دے چې څوك به د كال 2014ﺀ تاريخ تكرارولو سره د هېواد معيشت ته زيان رسولو ته نه پرېږدؤ ٬ تحريك انصاف د پاكستان معيشت زيات زيانمن كړے دے٬ سازشی عناصر د هېواد معیشت ډی رېل كول غواړي۔ ده ووئيل نواز شريف د 20 ساعتونو لوډشېډنګ خاتمه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد خذمت يو جدي كار دے ٬ نن د پاكستان اشاريې مثبت دي۔ مخلوط حكومت د نواز شريف په مشرۍ كښې په دې كښې خپله برخه اچوي۔ نړۍ ددې اعتراف كوي۔ وزیراعظم ووئيل امنيتي ځواكونه د ترھګرو په ضد جنګ كوي۔ د چین او پاکستان ترمينځه فاصله پېدا كولو له چينائي وګړي په نخښه كولې شي۔ خارجي او ځائي دښمنان يو شوي دي۔ دوئي ته فنانسنګ له كومې خوا كيږي۔ ده ووئيل كه مونږ بېدار نه شوو او خپل دښمنان مو ونه پېژندل او په 7 مياشتو كښې مو چې كومې كاميابۍ ترلاسه كړي ددې تحفظ مو ونه كړو نو يو وارې به بيا هېواد او معيشت ته زيان ورسي۔ ده ووئيل هيله لرم چې كه مونږ په دې لاره روان پاتې شوو نو پاكستان به خپل له لاسه وركرې مقام يو وارې بيا ترلاسه كړي۔ دې لپاره د پاك پروردګار فضل او بيا خواري شرط ده۔ د كابينې په غونډه كښې په دې وروستيو كښې د ترهګرۍ په پېښه كښې شهيد شويو د پاك پوځ او پوليس اهلكارو روحونو ته ثواب رسولو له فاتحه خواني وكړې شوه۔ وفاقي وزير احسن اقبال دعا وكړه۔