نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران پاكستان شريكه مرسته او شراكتدارۍ لا قوي كولو او په فلسطين شخړه د پاكستان د دريځ پخلي كولو سره په غزه كښې په سمدستي توګه په بشري بنيادونو جنګ بندي او د فسلطين او لبنان په ضد روان د اسرائيلي يرغل په خاتمه زور راوړے۔د وزيراعظم آفس پېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو اسمبلۍ 79مې غونډې په موقع د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشکیان سره ملاقات وكړو ۔دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاح واخست او د ښه ګاونډيتوب اړيكې لا قوي كولو سره سره د شريكې ګټورې مرستې په ضرورت يي زور راوړو ۔وزيراعظم د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ودې٬ايران سره روابط او د كلتور اړيكو ښه كولو اهميت رامخې ته كړو ۔په فلسطين شخړه د پاكستان د دريځ پخلي كولو سره وزيراعظم په غزه كښې په سمدستي توګه په بشري بنيادونو جنګ بندۍ او د فلسطين او لبنان په ضد روان اسرائيلي يرغل په خاتمه زور راوړو ۔په ملاقات كښې د ايران پاكستان شريكې مرستې او شراكتدارۍ لا قوي كولو د عزم پخلے هم وكړے شو۔