نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د نړيوال مالياتي فنډ منيجنګ ډائرېكټر كرسټالينا جارجيوا معاشي استحكام او پرمختګ ته ودې وركولو لپاره د حكومت او آئي اېم اېف ترمينځه په مرسته قوي كولو اتفاق كړے ٬ وزيراعظم د پاكستان 7 اربه ډالره پراخه فنډ آسانيو په اړه د سټاف ليول لوظ نامې لپاره د آئي اېم اېف مرسته وستائېله۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د زيارت په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په موقع د نړيوال مالياتي فنډ(آئي اېم اېف)منيجنګ ډائرېكټر كرسټالينا جارجيوا ملاقات وكړو۔د پاكستان 7 اربه ډالره پراخه فنډ سهولت په اړه د سټاف ليول ايګريمنټ په لړ كښې د آئي اېم اېف مرسته ستائېلو سره وزيراعظم د اداره جاتي اصلاحات نفاذ او نجي څانګې پرمختګ ته ودې وركولو لپاره د حكومت عزم رامخې ته كړو۔وزيراعظم د آئي اېم اېف تكنيكي مرستې او صلاحيت سازۍ پروګرامونو هم ستائنه وكړه كوم څخه چې د هېواد ادارو قوي كولو او د معاشي انتظام ښه والي له مرسته ترلاسه شوې۔د آئي اېم اېف منيجنګ ډائرېكټر د خپلې ادارې لخوا د پاكستان د هڅو ملاتړ له څرګندونه وكړه او ميكرو اكنامك استحكام په ځاے ساتلو او جامع او پائيدار پرمختګ ته د ودې وركولو په اهميت يي زور راوړو ۔د ملاقات په مهال ده د موسمياتي بدلون لپاره د موافقت مالي اعانت متحرك كولو په سمدستي ضرورت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔وزيراعظم په اكتوبر كښې كېدونكو كلنه غونډو په مهال د خزانې وزير ته د آئي اېم اېف سينئر انتظاميې سره د دې مهمې مسئلې پورته كولو ته اتفاق وكړو ۔دواړو لارښودو معاشي استحكام او پرمختګ ته ودې وركولو لپاره د حكومت او آئي اېم اېف ترمينځه مرستې قوي كولو ته هم صلاح يوه كړه۔