د كورنيو چارو وفاقي وزير په شمالي وزيرستان كښې د شهادت درناوي ترلاسه كوؤنكو اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينې

image

اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه كښې خوارجي ترهګرو سره د جنګ په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كوؤنكي لېفټېننټ کرنل په شمول 6 شهيد شوو اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي د قام دې فرزندانو د وطن په دفاع خپل ځان قربان كړې دې٬ قام د دوئي په قربانيو وياړي۔ د خالي په ورځ په خپل بيان كښی د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل ټول قام دې اتلانو سره ولاړ دے٬ د شهيد لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت او نورو اتلانو فرزندانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي دا به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت او نورو شهيدانو د خوارجو ناپاكه منصوبې ناكامه كړې او 6 ترهګر يۍ ووژل۔ محسن نقوی د شهيدانو كورنيو سره غمرازي كولو سره شهيدانو لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كوي۔

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری