د سندھ وزير اعلی ضمني ټاكنو كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو مخدوم طاهر ته مباركي

image

اسلام آباد 13 ستمبر(اے پی پی) د سندھ وزير اعلی سيد مراد علي شاه د قومي اسمبلۍ په چوكۍ اېن اے 171 رحيم يار خان څخه په ضمني ټاكنو كښې د پيپلز پارټۍ كانديد مخدوم طاهر رشيد ته په كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركړې۔ په جاري بيان كښې ده ووئيل چې د مخدوم طاهر رشيد كاميابي په پاكستان پيپلز پارټۍ او د دې په مشرتابه د پنجاب د اولس د باور مظهر دے۔ ده ووئيل په دې كاميابۍ د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري٬ د سوئېلي پنجاب عهديدارانو او كاركنانو ته هم مباركي وركوم۔

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں