اسلام آباد 18ستمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د تركمانستان سفير عطا جان مولويوف ملاقات كړے چې پكښې دوه اړخيزه تجارت او د مرستې زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د تجارت وزارت لخوا جاري شوي اعلاميې له مخې د شورو په ورځ د تجارت وفاقي وزير سره د تركمانستان سفير د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو چې پكښې مهمو لوظ نامو ته حتمي شكل وركولو او سبان كښې د مرستې لپاره نوو څانګو لټولو ته پلو پام لرنه وشوه۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د پكستان او تركمانستان ترمينځه د تجارتي حجم زياتولو لپاره د قوي بزنس ټو بزنس(بي ټي بي)ملاقاتونو په ضرورت زور راوړو۔ده د توان٬سرې٬دواسازۍ٬كركيلې او تعميراتي موادو پشمول بېلو څانګو كښې كښې د سرمايه كارۍ په ضرورت زور راوړو ۔جام كمال خان ووئيل د زړو ورورولۍ اړيكو باوجود د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت ډېر كم دے او د دې زياتولو لپاره اقدامات ضرور دي۔په ملاقات كښې د تركمانستان-پاكستان ټرانزټ ټريډ ايګريمنټ ته ډېر زر حتمي شكل وركولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه كومې څخه به چې د دواړو هېوادونو ترمينځه سامان وړلو راوړبو كښې زياتوالے راشي۔دا لوظ نامه به بينكنګ٬كسټمز او تجارتي ټرانزټ آپرېشنز كښې هم مرسته ښه كړي۔وفاقي وزير جام كمال خان د ټريډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف پاكستان(ټي ډي اے پي)او تركمانستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري (سي سي آئي)ترمينځه 2015 كښې لاس ليك كړو د مفاهدت يادښت غوندې موجوده لوظ نامو باندې نظرثاني كولو او دا بحالولو په اهميت هم زور راوړو ۔د دې مفاهمت نامې مقصد مرستې ته وده وركول٬د شريكو نندارتونونو اهتمام كول او قامي منډيانو ته پرمختګ وركول دي۔ده د شريك بزنس كونسل قيام لپاره د 2019 په اېم او يو په نظرثانۍ هم زور راوړو كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه نيغ په نيغه كاروباري رابطې آسانولو لپاره ډېر مهم دے۔دغسې دواړو ډلو دوه اړخيزه تجارت كښې زياتوالي او د اقتصادي مرستې په لار كښې د ولاړو خنډانو په لرې كولو هم خبرې وكړې۔