اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي روس سره اړيكي قوي كولو ته د پاکستان په خارجه پاليسۍ كښې خاص پام لرنه شامل ده ، پاکستان د روس سره تجارتي، اقتصادي، توان ، مواصلات او امنيتي مرستي پراخه كولو لپاره خوښي لري۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د روس فيډرېشن نائب وزيراعظم اليکسي اوورچوك ملاقات کړے۔ وزيراعظم شهباز شريف د روس د نائب وزيراعظم اوورچك او د هغه د پلاوي په وزيراعظم هاؤس كښې هركلے وكړو۔د روس نائب وزيراعظم سره په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل روس سره اړيكي قوي كولو ته د پاکستان په خارجه پاليسۍ كښې خاص پام لرنه شامل ده ۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د روس سره تجارتي، اقتصادي، توان ، مواصلات او امنيتي مرستي پراخه كولو لپاره خوښي لري۔ ده ووئيل راروانه مياشت اسلام آباد كښې د روس وزير اعظم مشسټن د هركلې كولو منتظر يو۔ وزيراعظم ووئيل سږ كال د جولائي په اول كښې د صدر ولاديمير پيوټن سره زما ملاقات كښې د نتيجې وړ خبرې شوې وي۔ده دوه اړخيزه مرستي زياتولو له د خبرو اترو لپاره د پلاوي په رالېږلو د صدر پيوټن مننه وكړه۔ د روس نائب وزيراعظم اوورچك په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه او د روس د پاکستان سره اړيكو لا مستحکمولو لپاره يې د عزم پخلے وكړو۔ده د پاکستان او روس اړيكي تعميري او په شريكه توګه ګټه ورې وګرځولې۔ دواړه ډلي باقاعده رابطو برقرار ساتلو ته هم سلاح شوې۔ وزيراعظم او د روس نائب وزيراعظم د روس او پاکستان ترمينځه د مفاهمت په يادښت لاس ليك دستوره كښې هم ګډون وكړو۔د دې يادداشت له مخې به د شريكې ګټې د ټولو څانګو او په خاص توګه تجارت، سرمايه کارۍ، توان، آئي ټي، زراعت، سائنس و ټيکنالوجي او تعليم كښې مرستي ته لا وده ترلاسه شي۔