اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې حکومتي او اپوزيشن غړو وئيلي دي د هر ھغه آئيني بدلون به ملاتړ كوٶ كوم چې د اولس په ګ??ه وي٬ آئيني بدلونونه په عدالتي نظام كښې بهترۍ لپاره ضروري دي خو دا بدلونونه بايد اتفاق وي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په آئيني بدلون بحث كښې علي محمد خان وو??يل په آئين كښې بدلون كېږي او پارلمان ته په آئين كښې د بدلون اختيار ترلاسه دے خو بايد دا عمل په جمهوري ډول مخ په وراندې بوتللې شي۔ ده وو??يل د اېس سي او کاميابي زمونږ د ټولو كاميابي ده۔ ده وو??يل آزادې عدليه لپاره مسلم ليګ (ن)، پيپلزپارټۍ او د تحريک انصاف پشمول ټولو هڅې كړي٬ آئيني بدلونونه په اتفاق سره پكار دي ۔ د جے يوآئي ف مولانا عبدالغفور حيدري وو??يل په آئين پاکستان كښې د حالاتو له مخې بدلونونه كېږي، افهام او تفهيم ٬ خبرو اترو مخ په وړاندې بوتللو ته اړتيا ده۔ د پاکستان پيپلز پارټي مرزا اختيار بېګ وو??يل د نړۍ په هره څانګه كښې اصلاحات كېږي٬ د آئيني بدلونونو په اړه بلاول بھټوزرداري چې د مشاورت عمل څنګه مخ په وړاندې بوتللے ھغه د ستائنه وړ دے٬ ده وو??يل اوورسيز پاکستانيانو په حواله په مجوزه آئيني بدلونون كښې د پي ټي آئي تجويزنه هم شامل كړې شوي ۔ محمد عامر ډوګر وو??يل د آئيني بدلونونو په اره زمونږ مشاورت روان دے ٬ مونږ به مشرانو سره په مشاورت پرېكړه كوٶ۔ ده وو??يل د هر ھغه آئيني بدلون به ملګرتيا كوٶ كوم چې د اولس په ګ??ه وي۔ خورشيد جونيجو وو??يل د ذوالفقارعلي بھټو عدالتي قتل شوے ، بېنظير بھټو شهيده په عدالتون?? ګرځولې شوې ۔ ده وو??يل په عدالتي اصلاحات اتفاق ضروي دے ۔ د اېم کيو اېم خواجه اظهار الحسن وو??يل زمونږ په عدالتي نظام كښې ډېر سقم شته ٬ عام وګړې بااختياره جوړول، نوو صوبو جوړولو او بيورو کريسي ښه كولو لپاره هم اصلاحات پكار دي۔