د پوليو مخنيوي كمپائن په مهال به كوم هم ماشوم د پوليو څاڅكو نه غير نه پاتي كېږي۔عائشه رضا فاروق

image

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د پوليو مخنيوي پروګرام فوكل پرسن عائشه رضا فاروق وئيلي سږ كال اكتوبر او دسمبر كښې د پوليو څاڅكو وركولو دوه كمپائنونه كېږي دغسې چې د ټول هېواد ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركړې شي۔خپله يوه مركه كښې دي د پوليو خاتمے لپاره د پاكستان د عزم پخلے كولو سره ووئيل د كمپائن په مهال په ټول هېواد كښې كوم هم ماشوم د څاڅكو نه غير نه پاتي كېږي۔دي ووئيل پاكستان اكتوبر او دسمبر كښې په هېواد كښې د پوليو مخنيوي ويكسينيشن لپاره چمتو دے۔دي د پوليو په ضد اجتماعي كارروائي كولو له غږ پورته كولو سره ووئيل پاكستان د پوليو كيسز كښې غير معمولي اضافے سره مخ دے،كوم لپاره چې په سمدستي توګه او د پريكړي وړ كارروائي كولو ته اړتيا ده۔ عائشه رضا فاروق د كميونټي شموليت او خبرتيا زياتولو له د حكومت په ھخو ههم رڼا واچوله،كومه چې د پاكستان د پوليو خاتمے تګلاري يوه مهمه برخه ده۔دي ووئيل په دې نازك وخت كښې نوي نسلونه د دې خطرناك رنځ څخه ساتلو لپاره اجتماعي اقداماتو ته اړتيا ده۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب