نیویارک۔26ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په ټوله نړۍ او په خاص توګه په يوکرېن او فلسطين کښې د جنګ بندۍ په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې که جنګونه بند نۀ کړې شول نو سباؤن به تياره وي، په فلسطين كښې په نسل كشۍ كولو دې د اسرائيلي مشرتابه احتساب وكړے شي او په اسرائيل د تجارت او وسلې په شمول د نورو بندېزونو لګولو وخت دے۔ ددې خيالاتو څرګندونده ده د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۹ مې غونډې په موقعه د سلامتي كونسل د “ليډر فار پيس” سرخط لاندې د اعلی كچې مباحثې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل سلوانيا ته د دې مباحثې په كولو مبارکي ورکوم٬ په مينځني ختيز، اروپا او هر ځاي کښې د جنګونو خپريدل، د نړۍ د طاقتونو ترمينځ تاؤ تريخوالې او غربت زياتيدل د ورلډ آرډر -نړيوال نظم- بنيادونو لپاره خطرناک دي ٬ مونږ تېر اتوار د سباؤن پېكټ منظور كړے دے ٬ مونږ له به په خپلو وعدو عمل كول وي كه داسې ونشي نو د جنګونو د لاسه به سباؤن تياره وي۔ ده ووئيل مونږ بايد اسرائيل په غزه کښې له نسل وژنې او په منځني ختيځ کښې د شخړو خپرولو څخه منع كړؤ٬ اوس وخت راغلے چې په اسرائيل د تجارت او وسلو په ګډون نور بنديزونه ولګولې شي٬ د فلسطيني اولس په ضد په كړې جرمونو د اسرائيلي مشرتابه احتساب وكړے شي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل په بېروت بمباري د سختې غندنې وړ ده۔ ده ووئیل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې په يوكرېن كښې جنګ بندۍ او سوله ییز حل لپاره بې پرې منصوبه جوړه كړي او چاته دې د کړکېچ زياتولو اجازه ورنکړي۔ ده ووئيل سلامتي كونسل د جمو و کشمیر پخوانۍ مسئله نوره نظرانداز كولې نه شي ٬ د جمو وكشمير مسئلې دلاسه نړيوال امن او سلامتيا ته خطرې پېښې دي٬ سلامتي كونسل دې په مقبوضه كشمير كښې د بنيادي انساني حقونو په لويه كچه د روانو سنګينو خلاف ورزيو نوټس واخلي او كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو له دې د سلامتي كونسل په قراردادونو عمل وكړے شي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دے افغانستان څخه او په خاص توګه د فتنة الخوارج ترهګرۍ خطرو يو وارې بيا رامخې مخنيوي پلو خاص پام وګرځوي۔ ده ووئيل سلامتي كونسل دې ترهګرۍ ته ماتې وركولو او د بهرنۍ لاس وهنې مخنيوي له افريقائي هېوادونو سره مرسته وكړي٬ د ملګرو ملتونو امن مشن دې لا فعاله كړې شي۔ ده ووئيل سلامتي كونسل دې د طاقت په غېر قانوني توګه د كارولو په ضد زيرو ټالرنس اعلان كړي او د اتومي او روايتي وسلو د نوي زغل مخنيوي له دې خپل كردار ترسره كړي۔ دغسې په نوې وسلو او د مصنوعي ذهانت په شمول په عصري ټېكنالوجۍ دې قابو وموندلے شي۔ نورو هېوادونو سره د مرستې په تناظر كښې ده ووئيل چې كله پاكستان راروان كال كښې سلامتي كونسل كښې خپل نشست سنبھال كړي نو په خپلو هدفونو به عمل وكړي۔