د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه عسكري لوظ نامه٬پاكستان به جے اېف-17 بلاك تهري جنګي الوتكې په آذربائيجان خرڅوي۔آئي اېس پي آر

image

پینډي 26 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه عسكري لوظ نامه شوې چې له مخې به يې پاكستان جے اېف-17 بلاك تهري جنګي الوتكې په آذربائيجان خرڅوي۔د آئي اېس پي آر له مخې دوست هېوادونو سره دفاعي مرستې ته ودې وركولو لپاره پاكستان د آذربائيجان فضائي طاقت زياتولو له جے اېف-17 بلاك تهري جنګي الوتكې خرڅولو په لوظ نامه لاس ليك كړے۔د آذربائيجان صدر الهام عليوف ته د اوسنۍ پاكستان دورې په مهال د جے اېف-17 بلاك تهري جنګي الوتكو جنګي صلاحيتونو او نورو مقاصدو لپاره په كارولو بريفنګ وركړے شوے ؤ ۔دغسې د صدر الهام عليوف دورې نه پس حكومت د آذربائيجان په درخواست د پاكستان پي اے اېف يو ډله باكو ته په اے ډي اي ايكس-2024 كښې ګډون لپاره لېږلې وه چې پكښې د پاك فضايه صلاحيتونه كارولو سره سره د جے اېف -17 تهنډر بلاك-تهري نمائش هم شوے ۔۔صدر الهام عليوف د جے اېف -17 تهنډر بلاك-تهري نندارتون دورې كولو نه پس د جے اېف-17 تهنډر فضائي مظاهره هم كتلې وه چې پكښې د پاك فضائيه پائلټس ښه پيشه وره صلاحيتونه ښودلو سره شانداره مظاهره كړې وه ۔ ۔د آذربائيجان صدر ووئيل د پاكستان لخوا وركړی كېدونكے دا ملاتړ به د دواړو هېوادونو ترمينځه موجوده عسكري مرسته مضبوطولو ٬ د دفاعي مرستې وده او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو قوي كولو له مهم كردار ادا كړي۔

مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ