وزير اعظم شهباز شريف سره د پاکستان پيپلز ګوند پلاوي ملاقات، په مهمو سياسي چارو خبرې

image

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزير اعظم شهباز شريف سره د پاکستان پيپلز ګوند پلاوي د نهې په ورځ ملاقات کړې۔ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې پلاوي كښې د قومې اسمبلۍ غړے سيد نويد قمر او صوبائي وزير شرجيل انعام ميمن شامل وو۔په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او عطاء تارړ هم موجود وو۔ ملاقات كښې په مهمو قومي او سياسي چارو خبرې اترې وشوې۔ ملاقات كښې تېره ورځ آل پارټيز کانفرنس او هېواد كښې د جمهوريت استحکام په اړه د صدر مملکت آصف علي زرداري کردار وستائلې شو۔ملاقات كښې فلسطينيانو لپاره د پاکستان د اړخه په شريك ورکنګ ګروپ هم تفصيلي خبرې وشوې۔ ملاقات كښې د فلسطينيانو مرستي لپاره رابللې شوي آل پارټيز کانفرنس كښې د ټولو سياسي ګوندونو شموليت خوشبينه وګرځولې شو۔

مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش