د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناءالله پنجګور كښې د خواري كښو ٬ ظالمانه قتل غندنه وكړه

image

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطه او سياسي چارو صلاحكار رانا ثناء الله پنجګور بلوچستان كښې د شرخوښو عناصرو په ډزو د خواري كښو د ظالمانه قتل سخته غندنه كولو سره وئيلي پنجګور كښې د بے ګناه خواري كښو په قتل د غم دړد څرګندونه كړي۔جاري شوې بيان له مخې رانا ثناءالله ووئيل بے ګناه وګړو قتل د ترهه ګرۍ بد ترين مثال دے، د بلوچستان حكومت څخه غوښتنه كړې چې د انسانيت دا ډول دښممنان انجام ته رسوي۔ ده ووئيل د غم په دې وخت كښې د غمجنو كورنيو سره غمرازي كوو۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں