په سوات كښې د خوارجي ډلې مهم غړي عطاﺀ الله عرف مهران په شمول 2 ترهګر مړه٬ يو په ژوبل حالت كښې ونيولے شو

image

پېنډۍ ۔5 اکتوبر(اے پی پی) قانون نافذ كوؤنكو ادارو د سوات ضلعې په چار باغ سيمه كښې د ګډې انټېلی جنس بېسډ آپرېشن په مهال دوه ترهګر ووژل۔ د آئی اېس پی آر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د سختو ډزو په تبادله كښې د خوارجي ډلې د مهم غړي عطاﺀ الله په شمول دوه ترهګر ووژلې شوو او يو بل خوارجي په ژوبل حالت كښې ونيولے شو۔ خوارجی عطا اللہ د ترهګرۍ په يو شمېر فعاليتونو كښې ككړ پاتے شوے ؤ په كومو كښې چې په 22 ستمبر سوات كښې د غېر ملكي كسانو د قافلې په حفاظت مامور ګاډې په نخښه كول هم شامل ؤ۔ په سيمه كښې د خوارجي ترهګرو ختمولو له كليئرنس آپرېشن روان دے۔ امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوؤنكې ادارې په ګډه هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت لرې كولو عزم لري۔

مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ