نړيوال سمندري تجارت روان ساتلو لپاره زيات موثر او محفوظ شپنګ ماحول ته اړتيا لري۔ د صدر مملکت آصف علي زرداري د ورلډ ميري ټائم ډے په موقع پيغام

image

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري نړيوال سمندري تجارت د كوم تعطل نه غېر روانه ساتلو لپاره زيات موثر او د محفوظ شپنګ ماحول په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي پاکستان د انټرنيشنل ميري ټائم آرګنائزيشن (آئي اېم او) يو فعاله غړي په توګه د نړيوالو ضابطو او معيار پالنې لپاره په بشپړه توګه عزم لري۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د ورلډ ميري ټائم ډے په موقع خپل پېغام كښې وكړه ۔ ده ووئيل نن مونږ ورلډ ميري ټائم ډے لمانځو او سږ كال د دې موضع “نيويګيټنګ دي فيوچر: سيفټي فرسټ” د سمندري حفاظت او سلامتيا مخ په وړاندې بوتللو په اهميت رڼا اچوي۔ ده نړيوال سمندري تجارت د كوم تعطل نه غېر روانه ساتلو لپاره زيات موثر او د محفوظ شپنګ ماحول په ضرورت هم رڼا واچوله۔ صدر مملکت ووئيل دا موضوع د رامخې ته كېدونكو چېلنجونو مخنيوي او جديد او تکنيکي بحري طريقې خپلولو لپاره د فعاله اقدامات غوښتنه كوي، داسې كولو سره به نه يوازې مونږ آپرېشنل كاركردګي زياته كړې شو بلكې خپل كول ته به د سمندري ماحول او دا خبره باوري كړې شو چې زمونږ راتلونكې كول ته يو وده موندونكے او تل پاتې سمندري ماحول په ورثه كښې ترلاسه شي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل سمندري څانګه په نړيوال تجارت كښې د ملا د تير حېثيت لري كومه چې اقتصادي ترقي، د روزګار موقعې پېدا كولو او نړيواله مرسته آسانولو كښې مرستياله كردار لوبوي۔ ده ووئيل په دې څانګه كښې هر كس٬ سمندري مسافر او د انجينئرز نه تر پاليسي سازو زمونږ د سمندرونو حفاظت٬ سلامتيا او پائيداري برقرار ساتلو كښې مهم كردار لوبوي۔ صدر مملکت په دې ورځ د پاکستان سمندري آلودګۍ او د موسمياتي بدلون غوندې د مهمو چېلنجونو مخنيوي كولو سره خپل ماحولياتي نظام او د ساحلي سيمو تحفظ لپاره د عزم پخلے وكړو ۔ ده ووئيل پاکستان د سمندري آلودګۍ مخنيوي لپاره د خپل رېګولېټري فرېم ورك قوي كولو، د بحري خزلې د انتظام نظام ښه كولو او د كميونټي په مرسته چلېدونكو منصوبو ته پراختيا وركولو لپاره هڅې كوي، سمندري ماحولياتي نظام ته رامخې ته د ماحولياتي زيان كمولو لپاره حکومتي ادارو، نړيوالو تنظيمونو، اېن جي اوز او د ځائي كميونټيز ترمېنځه مرسته ضروري ده٬ صدر مملکت ووئيل نن مونږ ورلډ ميري ټائم ډے لمانځو٬ راځۍ چې حفاظتي معيار ښه كولو٬ ماحول دوست طرزعمل خپلولو او د سمندري مسافرو خېرښګړې لپاره د اقدامات كولو عزم وكړو كوم چې نړيوال بحري تجارت كښې زمونږ نوم وركي اتلان دي

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس