د وزيراعظم وژن له مخې ډیجیټلائزيشن لپاره اقدامات روان دي٬ هيواد په کيش لیس اکانومي بدلولو له عزم لرؤ: د آئي ټي وزير مملكت

image

اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټېلي كميونيكېشن وزير مملكت شز ہ فاطمه خواجه وئيلي دي د وزيراعظم وژن له مخې ډیجیټلائزيشن لپاره اقدامات روان دي٬ هيواد په کېش لیس اکانومی بدلولو له عزم لرؤ۔ د شورو په ورځ د آئي ټي وزارت څخه د جاري شوي بيان له مخې شزہ فاطمه خواجه سره په پاكستان كښې د ایتھوپیا سفیر جمال بیکر د هغې په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو ٬ ډیجیټلائزېشن او ای ګورننس خبرې وشوې۔ شزہ فاطمه ووئيل د پاكستان او ايتھوپيا ترمينځه آئي ټي او ټېلي كام سېكټر كښې اړيكې زياتې شوي٬ د پاكستان آئي ټي او ټېلي كام سېكټر تندۍ سره پرمختګ كوي۔ دې ووئيل د وزيراعظم وژن له مخې ډیجیټلائزيشن لپاره اقدامات روان دي٬ د هيواد په کيش لیس اکانومی بدلولو له عزم لرؤ۔ دې ووئيل پاكستان به ایتھوپیا سره د ډیجیټلائزېشن په لړ كښې بشپړه مرسته كوي۔ د ایتھوپیا سفیر ووئيل پاكستان په آئي ټي سېكټر كښې زيات صلاحيت لري٬ ایتھوپیا پاکستان سره آئی ټی او ټېلی کام سېکټر كښې همكاري زياتول غواړي٬ په آئی سی ټی انفراسټرکچر ډوېلپمنټ كښې د پاكستان تجربو څخه ګټه پورته كول غواړؤ۔ په ملاقات كښې ډي جي انټرنېشنل کوآرډینېشن سید جواد علی شیرازی هم موجود ؤ۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج