د اسرائيلي بربريت مخنيوي له به عملي اقدامات کول وي، اسلامي هيوادونه دې شريكه تګلاره خپله كړي،د ايس سي او په فورم دے هم د فلسطين مسئله پورته كړې شي: مولانا فضل الرحمن

image

اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي) د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وئيلي قائداعظم محمد علي جناح ؒ د اسرائيل وجود ناجائز ګرځولې ؤ، د اسرائيل بربريت مخنيوي له به عملي اقدامات کول وي، اسلامي هېوادونه دې شريكه تګلاره خپله كړي، د اېس سي او په فورم دې هم د فلسطين مسئله پورته كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بے ګناه فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونې له آل پارټيز کانفرنس ته د ګل په ورځ خپل خطاب كښې وكړه۔ مولانا فضل الرحمن د کنفرنس ګډون كونكو هركلي كولو سره ووئيل د اسرائيل ناسور تر ټولو اول پرېكړه 1917ء كښې د برتانيې خارجه وزير دالفور جبري لوظنامې ترمخه شوې وه،هغه مهال د فلسطين په خاوره د يهوديانو كلي آبادولو لړۍ پېل شوې وه ، 1940ء كښې د قرارداد پاکستان په يوه برخه كښې د فلسطينيانو په خاوره د يهوديانو د كليو سره اختلاف څرګندونه شوې وه او د فلسطين اولس سره اوږه په اوږه ودرېدلو اعلان هغه ”اعلان پاکستان” كښې شته۔ ده ووئيل كله چې اسرائيل جوړ شو نو قائداعظم محمد علي جناحؒ هغه ناجائز بچې ګرځولې ؤ ، د پاكستان باني د اسرائيل په اړه تر ټولو اول تبصره کړې او د اسرائيل صدر تر ټولو وړومبې بيان كوم چې د خارجه پاليسۍ په اړه وركړې چې د اسرائيل خارجه پاليسۍ په اصولو كښې به وړومبې اصول د نړۍ په نقشه د جوړويدونكي نوي اسلامي هېواد خاتمه وي۔ مولانا فضل الرحمن ووئيل بايد مونږ د پاکستان نقطه نظر معلوم كړؤ او د اسرائيل نقطه نظر هم معلوم كړؤ او بيا سوچ وكړؤ چې مونږ په كوم بنياد په پاکستان کښې دننه ځيني كسانو له دا موقعې وركړې چې په ټي وي راتللو سره د اسرائيل د تسليمولو ترغيب وركړي يا دې لپاره لابنګ وكړي۔ده ووئيل نن صورتحال بدل شوې دے ،نړۍ كښې د اسرائيل په تسليمولو بحث روان ؤ چې تسليم كړے شي يا نه ،مونږ په دې اړه هم تعجب لرلو۔ ده ووئيل د فلسطين د تسليمولو او د فلسطين حکومت جائز ګرځولو قراردادونه پاس کول پكار ؤ خو د اسرائيل د منلو خبري كېږي۔ مولانا فضل الرحمن ووئيل په تير 07 اکتوبر مجاهدينو چې په څه ډول بريد كړې،په هغه بريد تبصره کېدې شي،د هغوي خپله خوښه ده ، دغه بريد د فلسطين مسئلې نوعيت بدل كړې او اوس د چا په خوله هم دا خبره نه راځي چې اسرائيل دې ومنلے شي يا نه۔ده ووئيل هر وخت د فلسطيني رياست د جوړېدو خبري كيږي يا د دوه رياستي حل خبره كېږي۔ ده ووئيل زمونږ ګوند د دوه رياستي حل مؤقف حامي نه دے ځكه چې مونږ دې ټولي خاوري ته د عرب خاوره وايو،دا د عرب هغه خاوره ده د كومې په اړه چې رسول کريم(ص) فرمائيلي ؤ” د عرب ټولو جزيرو څخه دې يهوديان ووېستلے شي”، په دې خاوره د يهوديانو د كليو يا د هېواد د وجود كوم حق نشته۔ده ووئيل شريعت او سياسي لحاظ سره په دې كښې هيڅ ګنجائش نشته او نه جغرافيائي لحاظ سره دا كوم ګنجائش لري۔ مولانا فضل الرحمن ووئيل په 7 اکتوبر نن مونږ دلته ناست يؤ چې د فلسطينيانو سره د يووالي ورځ ولمانځو،دا مهال حاجت د دې خبري دے چې د يووالي څرګندونه وكړې شي۔ ده ووئيل په سياسي چارو ٬ د الېکشن په مسئلو اختلاف رائے شته، په ډير څيزونو اختلاف رائے لرؤ خو د دې هر څه باوجود كه نن د شنګھائي مرستي تنظيم غونډه د پاکستان په كوربتوب كيږي په دې موقع به مونږ له د مشرانو غونډي احترام كښې يووالي ښكاره كول وي٬ ده ووئيل غزه او خان يونس كښې دا مهال 50 زره مسلمانان شهيدان شوي چې پكښې زياتره ماشومان او ميرمني دي،دا هغه شميره ده د كومو چې جنازې شوي،ما ته معلومه ده چې نزدې د 10 زره كسانو مړي اوس هم د ملبې لاندي دي د كومو چې جنازي نه دي شوي او نه خاورو ته سپارلې شوي۔ ده ووئيل ګڼ شمير د پيو ماشومان داسې دي كومو ته چې به سبا دا هم معلوم نه وي چې زمونږ مېندې پلاران څوك ؤ،دا ډول صورتحال دے،بايد مونږ د مسلمان په حېث سوچ وكړؤ۔ده ووئيل آيا مونږ نن د فلسطينيانو درد په هغه انداز كښې محسوسوؤ؟ آيا زمونږ زړونو كښې كوم ترس شته، مسلمانانو په دې يو كال كښې چې د كوم غفلت مظاهره کړې هغه د لوے څښتن په نظر كښې جرم دے او مونږ ټول په دغه جرم كښې شريك يؤ۔ ده ووئيل کانفرنسونه، قرارداد پاس کولو يا اعلاميې جاري كولو سره مونږ په فلسطينيانو د روانو ظلمونو حق نه شو ادا كولے،ټوله اسلامي نړۍ د مصلحتونو ښكار ده،د دې کيفيت څخه به وتلل وي، فلسطينيان يواځې د زباني يووالي طلبګار نه دي په عملي توګه څه كول پكار دي۔ده ووئيل بايد مونږ ته معلومه شي چې فلسطينيان زمونږ څخه څه هيلې لري ۔ده تجويز وړاندې كړو چې دا کنفرنس دې د حکومت څخه غوښتنه وكړي چې د اسلامي هېوادونو ډله جوړه شي چې پكښې پاکستان، سعودي عرب، ترکيه، مصر، اندونيشيا، ملائيشيا وغيره ډله جوړولو سره اسلامي نړۍ په يو پليټ فارم متحد کولو سره شريكه تګلاره جوړه كړي،نن جنګ خپريږي ، لبنان او ايران كښې داخليږي،پاتې اسلامي نړۍ هم په نخښه كېدو ته روانه ده۔ د اېس سي او په فورم بايد دا نقطه پورته كړې شي او مسئله دې په نړيواله كچه پورته كړې شي، ده ووئيل دې پلېټ فارم څخه دې ټولي نړۍ ته پيغام وركړے شي چې مونږ يو موټے يؤ۔

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ