امن سره د انسانيت بقاء او د پرمختګ كونكي ټولني جوړول ممکن دې۔د بلوچستان وزير اعليٰ د نړيوال امن ورځ په موقع پيغام

image

کوئټه 21 ستمبر (اے پي پي) د بلوجستان وزيراعليٰ بلوچستان مير سرفراز بګټي د نړيوال امن ورځ په موقع په خپل يو پيغام كښې وئيلي چې امن سره د انسانيت بقاء او د پرمختګ كونكي ټولني جوړول ممکن دې دغسې نن په ټولن هكښې امن تر ټولو لوئ چيلنج دے، پاکستان د نړيوالو سازشونو سره مخ دے چې پكښې مونږ كورنۍ چاري سمولو ته اړتيا ده۔ وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي ووئيل امن خرابولو كښې د سوشل ميډيا منفي کردار څخه سترګي هم نه شو پټولو او نه د بلوچستان حالات خرابولو كښې بهرني قوتونه نظر انداز كولې شو،بهر ناست هينډلر په سوشل ميډيا ځوانان د رياست څخه لري كوي، ځوانانو او رياست كښې كركه خپرولو سره لري پالې پيدا كيږي۔ده ووئيل مونږ له به د حالاتو نزاکت معلومول وي او خپل ځوانانو له به ښه تعليم وركول وي دغسې بل پلو د امن دښمنه عناصر هغوي د مايوسۍ سره مخ كولو سره د امن خرابولو پلو مائل کوي۔ مير سرفراز بګټي ووئيل د امن نړيوالي روځ په موقع د بلوچستان پشمول ټول هېواد د امن مركز جوړولو عزم كوو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج