اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) پاکستان د اسرائيل د زيات شوي يرغل او د نړيوال قوانين نظر انداز كولو په سبب په مېنځني ختيز كښې د سلامتيا په صورتحال د تشويش څرګندونه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل د لبنان په ضد جاري پوځي يرغل د ملګرو ملتونو د چارټر او نړيوال قوانين سنګينه خلاف ورزي ده۔ دې ووئيل د خطر وړ زياتي د وړاندې نه غېر مستحكمه منطقه كښې امن او سلامتيا لا په خطر كښې اچولې ده، پاکستان د لبنان خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلے كوي۔ وياندې ووئيل د اسرائيل قابض ځواكونه په غزه كښې نزدې د يو كال راهسې د منظمې نسل کشۍ په كمپائن كښې ككړ دي او د نړيوال بشري قانون په سنګينه خلاف ورزۍ كښې مصروف دي۔ دې ووئيل په دې اونۍ كښئ اسرائيل د 88 فلسطينيانو مسخ او خراب شوي مړي په يو كنټېنر كښې غزه ته ليږي چې پكښې د ځپليو د شناخت او د هغوي د مرګ وخت او د سبب په اړه هېڅ معلومات نشته۔ وياندې ووئيل دا يو ناقابل معافي فعل او د نړيوال بشري قانون خلاف وزي ده ٬ د مړو نامې او جنس پټولو سره قابضو ځواكونو ځپلي د تكريم څخه محروم كړي او د دوي د كورنيو ستونزې ئې لا زياتې كړي دي۔ دې ووئيل څوك د خپلو خپلوانو په عزت سره د ښخولو د حق نه محرومول پكار نه دي۔ وياندې ووئيل اسرائيل له پكار دي چې ھغوي د مړو شناخت څرګند كړي او د هغوي وارثانو ته د مړو په عزت سره وركول باوري كړي۔ دې نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه وكړه چې ھغوي دې د اسرائيل د دې نړيوالې ترهګرۍ كاروائيو٬ جنګي جرائمو او د انسانيت په ضد د جرمونو ځواب وركوٶنكي ګرځولو لپاره كاروائي وكړي