وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د کشمير او فلسطين مقدمه په غوره ډول وړاندې كړې، د پاکستان بائيکاټ نه پس د نيتن ياهو د وېنا په وخت هال خالي پروت ٶ٬ نړيوالې ادارې د پاكستاني معيشت ستائنه كوي٬ ګراني 6.9 فيصد ته راغلې: وفاقي وزيرعطاء تارړ

image

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د کشمير او فلسطين مقدمه په غوره ډول وړاندې كولو سره نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې د اسرائيل احتساب پكار دے ، د پاکستان د بائيکاټ نه پس د نيتن ياهو د وېنا په وخت هال خالي پروت ٶ٬ وزيراعظم شهباز شريف سره د نړيوالو مشرانو ملاقاتونو څخه د پاكستان خارجه پاليسۍ ته وده ترلاسه شوې، خارجه پاليسۍ ثابته كړې چې پاكستان په منطقه كښې مهم هېواد دے، آئي اېم اېف، ورلډ بېنك او نورې نړيوالې مالياتي ادارې د پاكستان د معيشت ستائنه كوي، د پاکستان په شرح نمو كښې اضافه او په ګرانۍ كښې كمے په نړيواله كچه تسليمېږي، پاليسي ريټ كمېدو سره پاكستان كښې سرمايه كاري زياته شوې ، نن د ګرانۍ كچه 6.9 فيصد ته راغلې ده ٬ كوم چې قام لپاره لوي زېرے دے، په لسو وزيرانو او سركاري ګاډو انقلاب نه راځي٬ د انقلاب خوب لېدونكو ته مونږ وړومبے هم وئيلي وٶ ” تبديلي کا جذبه تبديلي کا جنون، انا لله و انا اليه راجعون” د ګل په ورځ پي ټي وي هيډ کوارټرز كښې د پرېس كنفرنس په مهال وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د امريکا كاميابې دورې نه پس هېواد ته راستون شوے٬ وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته تاريخي وېنا كړې كومه چې پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده او د كومې چې ګردې نړۍ ډاډګيرنه كړې۔ ده ووئيل په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د نورو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه نه يوازې د ډاډ وړ وٶ بلكې دې سره د پاكستان خارجه پاليسۍ ته وده ترلاسه شوې٬ د پاکستان خارجه پاليسۍ ثابت كړې چې پاكستان په منطقه كښې مهم هېواد دے۔ ده ووئيل د فلسطين په مسئله او د اسرائيل په يرغل وزيراعظم په هر نړيوال فورم غږ پورته كړے٬ وزيراعظم تل وئيلي چې اسرائيل د فلسطينيانو نسل کشي او د جنګي جرائمو ارتکاب كوي٬ ھغه احتساب سره مخ كول پكار دي۔ ده ووئيل د د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وزيراعظم وېنا د نورو نړيوالو مشرانو نه زياته مشاهده كړې شوې كومه چې زمونږ د خارجه پاليسۍ ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل يوازې په الجزيره ټي وي چينل 1.6 ملين كسانو د وزيراعظم وېنا اورېدلې او مشاهده كړې٬ د اسرائيل د وزيراعظم په خطاب يوازې 3 لکه ويوز راغلي ۔ ده ووئيل د وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا د فلسطين کاز لپاره يو زورور غږ ٶ كوم چې د اسلامي نړۍ ترجماني كړې چې پاكستان تل د اسلامي نړۍ مسئلې رامخې ته كړې۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ چې كله تاريخ ليكلے كېږي نو د وزيراعظم د وېنا به خامخا ذكر كېږي په كوم ډول چې پاكستان د فلسطين مسئلې لپاره په هر اړخ خبره كړې۔ ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پاكستان پلاوي د اسرائيلي وزيراعظم د خطاب بائيكاټ كړے او د عمومي اسمبلۍ د هال نه ئې واك آٶټ كړے٬ د دغې نه پس نورو هېوادونو هم د هال نه واك اٶټ وكړو٬ د اسرائيل وزيراعظم د تقرير په وخت خالي پروت ٶ۔ ده ووئيل پاكستان ته دا اعزاز هم ترلاسه دے چې مونږ د فلسطين کاز لپاره بشپړ غږ پورته كړے٬ پاکستان د فلسطينيانو په ضد د اسرائيلي ظلم او بربريت په بشپړه ډول مقدمه وړاندې كړې او ملګرو ملتونو څخه ېې مطالبه كړې چې ھغوي د فلسطين په کاز غلې پاتې نه شي ، د مسئلې حل راوېستل پكار دي او ډز بندي او جنګ بندي پكار ده، د اسرائيل احتساب كول پكار دي۔ ده ووئيل وزيراعظم او د او فلسطين صدر ترمېنځه چې كله ملاقات وشو نو د فلسطين صدر د پاکستان ملاتړ خوشبينه وګرځولو٬ صدر د وزيراعظم لاس ونيولو او وې وئيل تاسو زمونږ وروڼه ئې او د فلسطين کاز لپاره د پاکستان کردار تسليموٶ٬ د فلسطين صدر فلسطينيانو لپاره د مرستې سامان او ميډيكل زده كوٶنكو ته د پاكستان په تعليمي ادارو كښې د تعليم وركولو هم ذكر وكړو۔ ده ووئيل فلسطين كښې ميډيکل کالجز بند دي او جنګ روان دے٬ ډېر زر به داسې وخت راشي چې هلته به ډاكټرز نه وي٬ د فلسطين صدر د مرستې په سامان لېږلو او زده كوٶنكو ته په ميډكل كالجز كښې د داخلو وركولو د وړاندېز ستائنه وكړه٬ صدر محمود عباس ووئيل پاکستان په هر فورم زمونږ د حقونو خبره كړې ٬ پاکستان د فلسطين کاز لپاره مهم كردار لوبوي٬ د وزيراعظم پالسي د وړومبۍ ورځې څخه واضحه ده٬ پاکستان د نړۍ يوازنے هېواد دے د چا په پاسپورټ چې ليك دي چې دا پاسپورټ د اسرائيل نه علاوه هر هېواد لپاره كارامد دے۔ ده ووئيل زمونږ د سياسي مخالفينو پشمول ټول سياسي ګوندونه د وزيراعظم د وېنا ستائنه كړې ۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف نه يوازې د کشمير په کاز خبره كړې بلكې کشمير کاز كښې ئې نوې روح پوكلے ٬ وزيراعظم خپل تقرير كښې د برهان واني په خاص توګه ذكر كړے او وئيلي ئې دي چې هند په مظلومو كشميريانو ظلمونه كوي٬ نن هم د برهان واني ميراث ژوندے دے٬ هند په مقبوضه جمو و کشمير كښې د مسلمانانو اكثريت په اقليت بدلول غواړي ٬ د كشميريانو حقونه ئې سلب كړي او كشميريانو له د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق نه وركوي۔ ده ووئيل وزيراعظم د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې په ښكاره ټكو د كشمير او فلسطين مقدمه وړاندې كړه٬ هند ته يۍ خبردارے وركړے چې پاكستان به كوم هم ډول يرغل برداشت نه كړي۔ د پاكستاني معيشت په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل آئي اېم اېف، ورلډ بېنک او نورو مالياتي ادارو د پاكستان د معاشي پالېسيو ستائنه كولو سره ووئيل د پاكستان معاشي پالېسۍ په سم لوري روانې دي۔ ده ووئيل د تركيه صدر هم د پاكستان د معيشت ستائنه كړې ۔ وفاقي وزير ووئيل په تېره مياشت ستمبر كښې به ګرانۍ كښې لا كمے رامخې ته شوے۔ ګراني 6.9 فيصد ته راغلې ۔ ده ووئيل بلومبرګ هم پاكستانے معيشت ښه ګرځولو سره وئيلي دي چې د پاكستان شرح نمو 3.07 فيصد ده۔ وفاقي وزير ووئيل د پټرول په بيعه كښې پرله پسې 5 وارې كمے راغلے او د دې مېوې اولس ته منتقل كولې شي۔ ده ووئيل اوړه تېر كال په 160 روپۍ كلو وو كوم چې اوس په 80 روپۍ كلو دي۔ ده ووئيل يو سياسي ګوند دا هڅه كوي چې په هېواد كښې داسې تاثر رامخې ته كړي چې حالات زيات خراب دي٬ د دھرنو او انقلاب راوستلو اعلانونه كوي۔ ده ووئيل اول يي آئي اېم اېف ته په چيټۍ استولو د آئي اېم اېف لوظنامې له مينځه وړلو هڅه وكړه او اوس د معاشي اشارو ښه والي څخه په پرېشانه كېدو د لشكر كشۍ خبرې كوي۔۔ ده ووئيل دوئي دې د سكولونو ٬ پوهنتونونو او روغتونونو جوړولو او د اولس ژوند محفوظ كولو د لارې په خپله صوبه كښې انقلاب راولي۔ وفاقي وزير ووئيل پارليمان بالادست اداره ده ٬ د قانون سازۍ اختيار پارليمان لري ٬ په دې سياست كول د افسوس وړ دے۔ حكومت دا ګڼي چې د پارليمان بر لاسي لپاره دې اقدامات وكړې شي۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل هندي خارجه وزير جے شنكر د وزيراعظم خطاب څخه مجبور شو او په پاكستان يۍ تقرير وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل يروشلم ټائمز او ټائمز آف اسرائيل د پي ټي آئي د مؤسس په حق كښې مقالې وليكلې خو د پي ټي آئي كوم هم لارښود د دغې غندنه ونه كړه۔ ولې د دوئي ژبې نه خوزېدې۔ ده ووئيل د دې ځواب تر دې دمه نه دې ترلاسه شوے چې د پي ټي آئي مؤسس په خپل دور كښې د چا په خبره اېبسلوټلي ناټ وئيلې ؤ؟ دوئي فلسطيني كاز لپاره خبره ولې نه كوي٬ ولې د زندان څخه بيان نه راځي چې مونږ د بې ګناه فلسطينيانو سره ولاړ يو؟ ولې نه وائي چې زما په حق كښې چې كوم آرټيکل د اسرائيل په ورځپاڼو كښې خپور شوے ھغه ناسمه دے؟ د اطلاعات وزير ووئيل د اوورسيز پاکستانيز مننه كوم دوي تل ډاډګيرنه كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په وفاق او پنجاب كښې پرائس کنټرول کميټۍ كار كوي ٬ټرانسپورټرز چې كله کرايه زياتوي نو ھغه هم باوري كولې شي، په ګرانۍ كښې د كمي اثرات اولس ته منتقل كولو لپاره بشپړ كار كوٶ٬ د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور له هم پكار دي چې ھغه هم د بيعې كمېدو اثرات د صوبې اولس ته منتقل كړي۔ ده ووئيل دوي بيا بيا اسلام آباد ته د راتللو خوبونه ويني ٬ دوي څه تر لاسه كول غواړي؟ د دوي څه خيال دے چې دلته عدالتي معامله چلېږي او دوي په ھغوي فشار اچول غواړي خو دوي اولس نه شي راغونډولې، كله چې انقلاب راځي نو د لكهونو اجتماع وي٬ لس وزيران او په سركاري ګاډو انقلاب نه راځي۔ ده ووئېل د انقلاب خوب لېدونكو ته مو وړومبے هم وئيلي وٶ ” تبديلي کا جذبه تبديلي کا جنون، انا لله و انا اليه راجعون”۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم غونډه پاکستان لپاره د اعزاز خبره ده، د دولسو نه د زياتو هېوادونو مشران به په دې سمټ كښې ګدون لپاره پاكستان ته راځي، د پاکستان د پرمختګ، سافټ اميج لپاره به دا سمټ سنګ ميل ثابت شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پروفيشنل خبريالانو او کيمره مينز ته د وظيفې په ادائيګۍ كښې ستونزې ورامخې ته كېدل پكار نه دي ٬ د وظيفائي فرائضو په ادا كولو كښې ستونزې لرې كولو له كمېټي جوړه شوې٬ په سمدستي توګه به آئي جي سره خبره كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری