اسلام آباد 09 اكتوبر (اے پي پي) د توان د كابينه كمېټۍ د برېښنا پيداوار او اخستلو لپاره د انډپېنډنټ ملټي پلئېر ماركيټ جوړولو منظوري وركړه۔ د دې ادارې د لارې به په پاكستان كښې د برېښنا يو كوټلې او سپېځلې مسابقتي ماركيټ جوړ شي، دې ادارې څخه به په كم لګښت د برېښنا پيداوار او ترسيل نظام لپاره د اوږدې مودي منصوبه بندي وكړې شي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې توان لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ وشوه چې پكښې د هېواد د توان څانګې اصلاحات لپاره د لوے اقدام كولو سره د برېښنا پېداوار او اخستلو لپاره د يو انډپينډنټ ملټي پلئير ماركيټ جوړولو منظوري وركړې شوه۔ په غونډه كښې كابينه كمېټۍ د انډپينډنټ سسټم اينډ ماركيټ آپرېټر (آئي ايس ايم او) جوړولو اصولي منظوري وركړه كوم به چې كابينې څخه توثيق كولے شي،آئي اېس اېم او به د كمپنيز ايكټ 2017 ترمخه اېس اي سي پي سره رجسټر كولې شي۔آئي اېس اېم او به هېواد كښې د حكومت د برېښنا اخستلو يوازينې كردار په دمه دمه كمولو سره د برېښنا ماركيټ په ملټي پليئر انډپينډنټ ماركيټ كښې بدلوي۔ د دې ادارې د لارې به په پاكستان كښې د برېښنا يو كوټلې او سپېځلې مسابقتي ماركيټ جوړولې شي۔د دې نظام سره به د برېښنا صارفينو ته د تقسيم كار كمپنيو نه علاوه نور سپلائرز څخه د برېښنا سهولت وركړې شي