د روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې د سمندر پوري پاكستانيانو د رالېږلو ترسيلات زر حجم 8.581 اربه ډالره څخه زيات شو

image

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې د سمندر پوري پاكستانيانو د رالېږلو ترسيلات زر حجم 8.581 اربه ډالره څخه زيات شوے۔ سټيټ بينك د اړخه جاري شميرې له مخې اګست 2024 كښې سمندر پوري پاكستانيانو د روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې 165 مليونه ډالره زرمبادله هېواد ته رالېږلې٬ دې نه پس د ستمبر 2020 نه تر اوسه د دې اكاؤنټس د لارې د سمندر پوري پاكستانيانو د رالېږلو ترسيلات زر حجم 8.581 اربه ډالره ته رسيدلے ۔شميري له مخې روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې سمندر پوري پاكستانيانو تر اوسه هېواد كښې 1.495 اربه ډالره سرمايه كاري هم كړې ۔ سمندر پوري پاكستانيانو نيا پاكستان روايتي سرټيفكيټ كښې تر اوسه 370 مليونه ډالره ، نيا پاكستان اسلامي سرټيفكيټ كښې 638 مليونه ډالره او پاكستان سټاك ايكس چينج كښې 41 مليونه ډالره سرمايه كاري كړې ۔ اګست 2024 كښې نور 11515 سمندر پوري پاكستانيانو روشن ډيجيټل اكاؤنټس پرانستلي دي ٬ دغسې د دې اكاؤنټس مجموعي شميره 7 لكهه 35 زره 113 ته رسيدلې ده

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں