پاکستان كښې د ټولټاكنو لپاره پولنګ به د زيارت په ورځ د فرورۍ په اتمه نيټه كېږي٬ 12 كروړه 85 لكه 85 زره 760 رجسټرډ ووټران به د قامي او صوبائي اسمبليو په 855 حلقه جات د خپلو كانديدانو ټاكنه كوي

image

اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) پاکستان كښې د ټولټاكنو لپاره پولنګ به د زيارت په ورځ د فرورۍ په اتمه نيټه كېږي٬ 12 كروړه 85 لكه 85 زره 760 رجسټرډ ووټران به د قامي او صوبائي اسمبليو په 855 حلقه جات د خپلو كانديدانو انتخاب كوي٬ په څلورو انتخابي حلقه جات د كانديدانو د حق رسېدو له امله پولنګ ځنډولے شوے ٬ ګرد هېواد كښې 14 لكه 90 زره انتخابي عمله به خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي، دغسې هېواد كښې 90 زره 675 پولنګ سټېشنز او 2 لكه 66 زره 398 پولنګ بوتھ جوړ كړے شوي٬ د حلقه جات غېر ختمي او غېر سركاري نتيجې به د ريټرنګ افسر د دفترو څخه جاري كېږي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري تفصيلات له مخې پولنګ به سهار د اته بجو څخه د كومې دمې نه غېر تر ماښام پنځو بجو دوام لري۔ په اسلام آباد كښې د قامي اسمبلۍ په دريو چوكو به 10 لكه 83 زره 29 ووټران د خپلو نمائندګانو انتخاب كوي۔ پنجاب څخه د قامي اسمبلۍ په 141 او د صوبائي اسمبلۍ په 297 چوكو د خپلو نمائندګانو انتخاب لپاره 7 كروړه 32 لكه 7 زره 896 ووټران رائے وركوي٬ دغسې سندھ څخه د قامي اسمبلۍ 61 او صوبائي اسمبلۍ په 130 چوكو به 2 كروړه 94 لكه 769 ووټران ووټ كاسټ كوي۔ د خېبرپښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ په 45 او د صوبائي اسمبلۍ په 115 چوكو به 2 كروړه 19 لكه 28 زره ووټران د خپلو نمائندګانو انتخاب كوي٬ دغسې بلوچستان څخه د قامي اسمبلۍ په 16 او د صوبائي اسمبلۍ په 51 چوكو به 53 لكه 71 زره 947 ووټران رائے وركوي٬ د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے۔8 باجوړ، پي کے۔22 باجوړ، پي کے۔91 کوهاټ او د پنجاب اسمبلي حلقه پي پي 266 رحيم يار خان كښې د كانديدانو د حق رسېدو له امله پولنګ ځنډولے شوے ٬ ګرد هېواد كښې 16 زره 766 پولنګ سټېشنز انتهائي حساس٬ 29 زره 985 حساس او 44 زره 26 پولنګ سټېشنز نارمل ګرځولې شوي دي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں