اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي د پاكستان حکومت د بيلاروس په همكارۍ د ټرېكټر او بسونو جوړولو اراده لري٬ د فارماسيوټيکل څيزونو د جوړولو او د ټيکسټائل په څانګه كښې د مرستې په اېم او يو لاسليك شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پاك بيلاروس د جوائنټ منسټريل کميشن د اوومې غونډې په پائې كښې د بېلاروس د توان وزير سره په ګډه پرېس كنفرنس ته وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل پاك بېلاروس مشتركه وزارتي کميشن د دوه اړخيزه مرستې مهم پلېټ فارم دے٬ د دواړو هېوادونو اړيكې په شريك باور او مشتركه مفادات آدانه دي٬ بېلاروس سره تجارتي حجم زياتولو لپاره نوې منډيانې لټول ضروري دي۔ ده ووئيل پاکستان بيلاروس سره قوي تجارتي او اقتصادي اړيكې جوړوي٬ تېر كال د دواړو هېوادونو تجارتي حجم 34.88 ملينه ډالره ٶ۔ وفاقي وزير ووئيل د پاك بېلاروس د مشتركه كاروبار كونسل شپږمه غونډه به ډېره زر اوشي۔ د سرمايه كارۍ ودې لپاره د بېلا روس سرمايه كارو ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركولو سره ده ووئيل خاص سرمايه كاري سهولت كونسل به د بېلاروس سرمايه كارو ته سهولتونه وركوي،د زرعي ميکانائزيشن په څانګه كښې د بېلاروس پوهه به پاكستان لپاره ګټوري وي۔ جام کمال خان زياته كړه چې په صنعتي څانګه كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه موقعې موجود دي٬ د موسمياتي بدلون او د ماحوليات تحفظ كښې مشتركه مرستې ته اړتيا ده،د پاك-بېلاروس اړيكو كښې په اولسي كچه رابطې بنيادي حېثيت لري ۔ ده ووئيل بيلاروس سره تعليمي، سائنسي او تکنيکي مرسته ته به وده وركولې شي، بيلاروس سره د مشتركه صنعتي منصوبو د لارې به د روزګار موقعې راپېدا شي۔ په دې موقع د بېلاروس د توان وزير اليکسي کوشنرينککا ووئيل دا غونډه به د پاكستان او بېلاروس اړيكې مستحكمې كړي٬ دواړه هېوادونه زړې اړيكې لري او بېلاروس پاكستان خپل يو مهم تجارتي شراكتدار ګڼي۔ ده ووئيل دا غونډه به د دواړو هېوادونو اړيكو ته لا پراختيا وركړي او زمونږ لوظنامې به خپل هدفونه سر كوي۔ ده ووئيل بيلاروس په سوئيلي آسيا كښې پاکستان سره خپلې تجارتي شراکت دارۍ ته په درنه سترګه ګوري او پاكستان سره د شريكې ګټورې شراكتدارۍ خوښي لري۔ ده د پاكستان د اقتصادي پرمختګ په صلاحيت د باور څرګندونه كولو سره ووئيل باقاعده سياسي مكالمه زمونږ دوه اړخيزه اړيكو پراخه كولو لپاره ضروري ده۔ اليکسي کوشنرينککا ووئيل بيلاروس به پاکستان سره د توان څانګې پرمختګ له معاونت كوي، اقتصادي خوشحالۍ لپاره سيمه ايزه رابطه ډېره ضروري ده٬ مونږ به پاكستان كښې د ځوانانو په مشرۍ كښې نورو منصوبو له هم سهولت وركوٶ