د هند خارجه وزير د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې په موقع د پاکستان په ميلمستيا كولو مننه وكړه

image

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د هند خارجه وزير سبرامنيم جے شنکر د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو غونډې په موقع د وزيراعظم شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د پاکستان حکومت د اړخه په ميلمستيا كولو مننه كړې ۔ د شورو په ورځ د سماجي رابطې په ويب سائټ ايکس خپل پوسټ كښې جے شنکر ووئيل اسلام آباد څخه روانيږم۔ “زه د وزيراعظم شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د پاکستان حکومت په ميلمستيا كولو مننه كوم۔” دا خبره دې ياده وي چې د هند خارجه وزير اېس جے شنکر د نهې په ورځ د پاکستان پايه تخت اسلام آباد ته رارسيدلے ؤ چرته چې هغه د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو په غونډه كښې د هند نمائندګي وكړه۔هغه د اسلام آباد څخه د تللو خپل عكسونه هم شيئر کړي دي۔

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری