بيلټ اينډ روډ انرجي پارټنرشپ د توان په څانګه كښې بنيادي ډهانچې قوي كولو او معاشي پرمختګ ته وده وركړی۔وفاقي وزير اويس لغاري

image

اسلام آباد۔23 اکتوبر(اے پی پی)د توان وفاقي وزير(پاور ډويژن)سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي په كال 2019 كښې جوړ شوي بيلټ اينډ روډ انرجي پارټنرشپ (بي آر اي پي) د توان په څانګه كښې بنيادي ډهانچې قوي كولو سره د توان تجارت او تل پاتي معاشي پرمختګ ته وده وركړی٬پاكستان د بيلټ اينډ روډ ګرين انرجي د مرستې ايكشن پلان(29-2024)او بيجنګ كښې د دې د شراكتدارۍ سېكرټرېټ جوړولو ملاتړ كوي۔د شورو په ورځ د چين په چنګ ډاؤ ښار كښې درېم بيلټ اينډ روډ انرجي منسټريل كنفرنس پرانستې دستورې ته خطاب كولو په مهال ده ووئيل چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پېك)پیل نه پس پاكستان د چين په مرسته د بجلۍ په قلت قابو موندلو سره د توان طلب پوره كولو لپاره مهم اقدامات وكړل ۔اويس لغاري ووئېل د سي پېك د لارې پاكستان په تېرو 10 كلونو كښې د 15 پاور جنرېشن پروجيكټس د لارې قومي ګرډ كښې 8000 ميګاواټ څخه زياته بجلي شامله كړی او اوسنې مرسته كښې د توان ترسيل او تقسيم بنيادي ډهانچې جديد كاري شامله ده۔د پاور ډويژن وفاقي وزير ووئيل تېر كال د سي پیك دوهم پړاؤ ته داخلېدو سره د چين او پاكستان ترمينځه د تجديد وړ توان مرستې ته وده وركړی شوې ۔وفاقي وزير نړيوالو شراكتدارو ته د پاكستان د توان په څانګه كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه ٬نړيوالو سرمايه كارو ته په خاص توګه تجديد وړ توان٬برقي تګ راتګ او بنيادي ډهانچه كښې سرمايه كاري كول پكار ده۔اويس لغاري د چين قامي د توان انتظاميې ته په كنفرنس كولو مباركي وركولو سره ووئېل د روښانه او پائيدار سباؤن تخليق لپاره د شريك باور او د مرستې ضرورت دے۔

مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل