اسلام آباد ۔ 9 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه كښې د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ نه زغملو لپاره د خپل لوظ پخلي كولو سره دا خبره په ډاګه كړې ده چې د قامي پالېسۍ مقاصد ترلاسه كولو له به په هره كچه هڅې روانې ساتلې شي۔ پوځي عدالتونو د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد مهم كردار ترسره كړې۔ وفاقی حکومت د فوځي عدالتونو جاري ساتلو لپاره په آئيني بدلون مشاورت پېل كړے۔ د پاکستان خارجه اړيكو په اړه د لوړې كچې غونډه د ګل په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ د ترهه ګرۍ مخيوي لپاره د روانو عملياتو د لارې ترلاسه شوې كاميابۍ لا مستحكمولو له د داخلي او سيمې ايزې سلامتيا د وضع بشپړ جاج واخستې شو۔ غونډه كښې په دې خبره زور راوړلې شو چې پوځي عدالتونو د ترهګرۍ په ضد كاروائۍ كښې سره ډېر مهم كردار ترسره كړې او ضرب عضب عملياتو ترسېوري لاندې پورته كړې شوې ګامونه ئې په قامي ګټه بدل كړي۔ غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار، داخله وزير چوهدری نثار علی خان، د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ، ډی جی آئی اېس آئی لېفټېننټ جنرال نوید مختار، د وزیراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزیز، د وزیراعظم خاص حلاحكار طارق فاطمی، د قامي سلامتيا صلاحكار لفټیننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه، د وزیراعظم سېكتر او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔