د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ستر قائد محمد علي جناح په مزار حاضرۍ نه وروستو مېډيا سره خبرې

image
APP03-11 KARACHI: September 11 -President Dr. Arif Alvi along with Governor Sindh Imran Ismail and Chief Minister Sindh Syed Murad Ali Shah talking to media after laying floral wreath on the grave of founder of Pakistan Quaid-e-Azam, Muhammad Ali Jinnah on his death anniversary. APP photo by Syed Abbas Mehdi

كراچي 11 ستمبر (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د وفاقي او صوبائي حكومت په مرسته به درې كاله كښې د كراچۍ مسئلې حل كړی شي٬ په كراچۍ پیكج بايد چاته شك نه وي٬ د 1100 ارب روپو په پیكج عملدرآمد سره به صورتحال پياوړے شي٬ د لويے څښتن رحمت او د يو قوم په حېث د هڅو د لارې په كورونا قابو موندلو كښې كامياب شوي يؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ستر قائد محمد علي جناح په مزار حاضرۍ نه وروستو د سندھ اعلٰی وزير سيد مراد علي او ګورنر عمران اسماعيل سره په ګډه مېډيا سره خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل حكومت د احساس پروګرام د لارې د بې وزله وګړو مرسته وكړه٬د هېواد شتمندو حضراتو هم په دې سخت صورتحال كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړو۔ ډاكټرانو او پيراميډېكس سټاف د همت څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د كورونا وباﺀ په مهال وګړو د نظم او نسق خيال وساتلو٬علمائے كرامو او مېډيا اولسي شعور بېدارولو كښې مهم كردار ترسره كړو٬اولس په احتياطي تدابيرونو عمل وكړو چې ورسره مو د كورونا وباﺀ په ضد ځانګړی كاميابۍ ترلاسه كړې۔ صدر مملكت ووئيل په بېلو هېوادونو كښې دا رائے موندلې شي چې پاكستاني قام څخه ډېر څه زده كېدې شي۔پاكستاني اولس د نړۍ پھ كامياب قومونو كښې شاملېدو له چمتو دې۔ټول به يو موټې كېدو سره د ستر قائد ددې هېواد جوړولو خوب رېښتيا كولو له هڅې كوو۔ د دې نه وړاندې صدر مملكت په مزار قائد د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يې وكړه۔ ده د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم قلمبند كړل

متعلقہ مضامین
مزید خبریں