د پائیډ وائس چانسلر ډاکټر ندیم الحق خذمات د ستائني وړ دي۔احسن اقبال

image

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال د پائیډ وائس چانسلر ډاکټر ندیم الحق خدمات ستائلو سره په پاکستان كښې معاشی مباحثې ته ودي وركولو كښې د هغه هڅي تسليك كړې دي و۔ده د پائیډ عملې ته د ډاکټر ندیم الحق په دور كښې كړے پیش رفت مخ په وړاندې بوتللو سره د پاکستان په قامی ایجنډا او ترقیاتی ترجیحات پرله پسې د كار كولو په اهمیت زور راوړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعي په ورځ د ډاکټر ندیم الحق الوداعی دستوري ته وينا كښې وكړھ۔ وفاقی وزیر ووئيل اختلافات هر ځاے وي او دغه اختلافات انسان لا ښه والي او نوي سوچ پلو روانوي ٬ دغه وجه ده چې د خپلو ټولو مصروفیات باوجود چرته چې د سعودی پلاوي راتګ په شان مهمي هلي ځلي رواني وي دلته د ډاکټر ندیم الحق هڅي ستائلو لپاره الوداعی دستوره كښې موجود يم۔خپلي الوداعی دستوري ته وينا كښې ډاکټر ندیم الحق د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال په خصوصی توګه مننه كولو سره ووئيل احسن اقبال تعلیم دوسته انسان دے چا چې هېواد كښې د تعلیم وده او جدید تحقیق په هر كچه رامخې ته كړے دے

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں