نيويارك 27 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د هر ډول ترهګرۍ مقابلې له د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ مخنيوي په نړيواله سټركچر كښې اصلاحات ته اړتيا ده٬ د افغانستان عبوري حكومت له په هېواد كښې دننه د ترهګرو ډلو په خاص توګه د ګاٶنډي هېوادونو په ضد د كراس بارډر ذمه وار بې اثره كولو لپاره موثره كاروائي پكار ده۔ د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د دوه لسيزو راهسې پاكستان د ترهګرۍ ډېره په مړانه او كاميابۍ سره مقابله كړې٬ د پاکستان دننه ترهګرو ډلو ته ماتې وركړې شوې٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ لوي زيان پورته كړے٬ زمونږ اتيا زره مېړني ځوانان او او وګړي شهيدان شوي چې پكښې د سكول ماشومان هم شامل دي٬زمونږ معيشت ته د 150 اربه ډالرو زيان رسېدلے۔ ده ووئيل د بده مرغه نن يو ځل بيا مونږ په خاص توګه ټي ټي پي/فتنه الخوارج او د هغوي د كارمندانو لخوا د بهرني مالياتي مرستې او سرپرستۍ وړ ترهګرۍ نوې چپې سره مخ يو، مونږ د خپلو جامع قامي هڅو ” عزم استحکام” د لارې يو ځل بيا د دې خطر د خاتمې عزم كړے او مونږ به نړيوالې ورورولۍ سره په ګده د هر ډول ترهګرۍ مقابله كوٶ او د ترهګرۍ مخنيوي په نړيوال سټركچر كښې به اصلاحات كوٶ۔ ده ووئيل پاکستان په افغانستان كښې حالات زر د معمول له مخې كېدو له خوښې لري٬ مونږ د لكهونو په شمېر ستونز مندو افغانانو لپاره د ملګرو ملتونو د درې اربه ډالرو انساني مرستې لپاره په اپيل كوونكو كښې شامل يو۔ وزيراعظم ووئيل مونږ دا نړيوال توقعات شيئر او د دې توثيق كوٶ چې افغان عبوري حكومت به د مېرمنو او انجونو د حقونو او د سياسي شموليت ودې پشمول د بشري حقونو احترام وكړي٬ په خاص توګه عبروي حكومت به په هېواد كښې دننه د ټولو ترهګرو ډلو په خاص توګه د ګاٶنډي هېوادونو د كراس بارډر ترهګرۍ ذمه وار بې اثره كولو لپاره موثره كاروائي وكړي ٬ په دغې كښې داعش، القاعده سره تړون لرونكې ټي ټي پي/فتنه الخوارج ، مجيد بريګيډ او بي اېل اے او نور شامل دي۔